لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د يرغماليانو خوشي کولو د ځنډ ګواښ کړی


د حماس چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ په اسرايل د جنګ بندۍ د سرغړونې تور لګولی او ګواښ یې کړی د نورو يرغماليانو خوشي کول ځنډوي. د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، که د خالي د ورځې پورې پاتې ټول يرغمل خوشي نه شو ډېر بد انجام به یې وي.

د يرغمل او بنديانو تبادله د راتلونکي خالي، شنبې په ورځ ټاکل شوې، چې حماس به درې نور اسرايليان خوشي کوي او اسرايل به یې په بدل کې بندي په لسګونو فلسطينيان ازادوي.

د القسام بریګېډ وسله والې څانګې وياند په يو بيان کې ويلي، د جنګ بندۍ په شرطونو ولاړ دي څو پورې چې پرې قابض عمل کوي.

حماس په اسرايل د بې کوره فلسطينيانو شمالي غزې ته بيرته ستنېدو په عمل کې د ځنډ اچولو تور لګوي، که څه هم د زرګونو په شمېره کې بيرته ستانه شوي دي.

حماس وايي، بېلابيلو برخو کې هوايي بريدونو او ډزو کې فلسطينيان په نخښه کول کيږي او حماس سیمې ته د بشري مرستو داخلېدو ته په اسانتياو برابرولو کې پاتې راغلی دی.

ملګري ملتونه وايي، د جنګ بندۍ وروسته غزه ته 12,600 امدادي ټرکونه تللي دي.

د اسرايل د دفاع وزير کېټز ويلي، د حماس لخوا ځنډ به د جنګ بندۍ بشپړه سرغړونه وي، او د اسرايل پوځ انتهايي چمتو ناست دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ واشنګټن کې وويل، که د خالي، شنبې د 12 بجو پورې پاتې يرغماليان خوشي نه شو، د جنګ بندۍ ختمېدو به اووايي.

هغه ويلي، که اردن او مصر د غزه څخه منتقل کېدونکي فلسطيني کډوال نه قبلوي، مرستې به یې ودروي.

د اسرايل او حماس جنګ بندي چې تېره مياشت شوې، تراوسه پورې حماس 21 يرغمل خوشي کړي او په بدل کې یې اسرايل 730 بنديان ازاد کړي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي غزه د اخیستلو دپاره د هغه د منصوبې د لاندې به فلسطینیان د سیمې نه بهر نامعلومه ځایونو ته انتقالولی شي او د ستنېدو حق به نه لري.

ټرمپ دغه خبرې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې کړي دې. د مرکې څه برخه د ګل، دوشنبې، په ورځ نشر شوې ده. ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې غزه تړانګې په اړه خپله منصوبه د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله.

ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی.

په کال 2015م کې سیاست ته د راتګ نه مخکې ټرمپ د نیویارک د جایداد ارب پتي کاروباري تن وو. په مرکه کې د ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا فلسطینیان به غزه ته د ستنېدو حق لري، نو هغه وویل نا ځکه چې د هغه په قول فلسطینیان به ډېر زیات ښه کورونه لري.

ټرمپ وویل فلسطینیان دپاره د غزه نه بهر ښکلي کلي جوړوي.

امریکايي صدر دا لوظ تکرار کړو چې امریکا دې غزه واخلي او فلسطینیان دې بل ځای اباد کړی شي.

ټرمپ وویل ژمن دی چې غزه په پېسو واخلي، ملکیت يې رتلاسه کړي او تر څو چې يې د ابادولو خبره ده نو ممکنه ده د سیمې ځینې برخې د بیا ابادولو دپاره د منځني ختیځ نورو ملکونو ته ورکړي، خو نور خلک به يې د امریکې د سرپرستۍ دلاندې کوي.

ټرمپ ټینګار وکړو چې ژمنه لري چې غزه واخلي او ملکیت یې ترلاسه کړي، دا خبره یقیني کړي چې حماس سیمې ته بیا را نه شي، اوس هلته بېرته راتګ دپاره څه پاتې هم نه دي، ټول ځای ويجاړ شوی دی او چې څه پاتې دی هغه به هم ړنګ کړی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل او د حماس ډزبندي نوي مرحلې ته ورسېده او اسرایلي ځواکونه د تېزاریم راهدارۍ نه ووتل چې غزه يې په منځ تقسیم کړې ده. د دې په نتیجه کې نور فلسطینیان د سیمې شمالي برخې ته ستانه شول. د ۱۵ میاشتو په جنګ کې په دغه علاقه کې ودانۍ د ځمکې سره هوارې شوي دي.

د حماس ترجمان عبدالطیف وویل راهدارۍ نه د اسرایلي ځواکونو په شا کېدل ښيي چې حماس دښمن زمونږ مطالبې په منلو مجبور شو او د فتحې ترلاسه کولو په اړه يې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو تصور ګډ وډ کړو.

دا نه ده معلومه چې اسرایلي ځواکونه د راهدارۍ څخه چېرته په شا شول. غزه نه د اسرایلي ځواکونو په مکمله انخلا به د 42 ورځو د ډزبندۍ په وروستۍ مرحله کې خبرې کېږي.

بلخوا د صحت فلسطیني وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په مقبوضه وېسټ بېنک کې دوه 20 کلنې فلسطینۍ ښځې چې یوه د اتوو میاشتو په حمل وه، د اسرایلي ځواکونو په ډزو ووژل شوې. اسرایلي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو خلاف عملیات کوي.

د ډزبندۍ د شپږو هفتو په وړمبي پړاو کې به حماس 33 یرغمالان او اسرایل په فلسطیني قېدیان ازادوي. د معاهدې دلاندې په اسرایل د غزه نه خپل ځواکونه وباسي.

د ډزبندۍ په دویمه مرحله کې به باقې پاتې یرغمالان ازادوي خو د دوې پړاو تفصیلاتو ته لا حتمي شکل نه دی ورکړی شوی.

د دې نه مخکې ټرمپ د غزه د ملکیت په اړه خبره نېټن یاهو سره په وایټ هاوس کې تېره هفته د مشترکه خبري کانفرنس په موقع کړې وه. وروسته بیا ټرمپ ویلي وو چې غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته به دا سیمه اسرایل امریکې ته ورکړي.

حماس، عرب ملکونو، د امریکې اتحادیانو او مخالفینو یو شان د ټرمپ تجویز مسترد کړی دی خو نېټن یاهو يې هرکلی کړی دی.

د دې خبرې ځېني معلومات د اې پي، اې اېف پي او روېټرز نه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG