لاس رسیدونکی لینک

 
ليبيا کې ډوبه شوې کشتۍ کې د 16 مړي ترلاسه شوي، ټول د پښتونخوا دي
تازه خبر

ليبيا کې ډوبه شوې کشتۍ کې د 16 مړي ترلاسه شوي، ټول د پښتونخوا دي


EU Libya Migrants
EU Libya Migrants

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ليبيا کې چې کومه کشتۍ ډوبه شوې، تراوسه پورې پکې د 16 کسانو مړي ترلاسه شوي او ټول د خېبرپښتونخوا صوبې دي.

د بهرنيو چارو د وزارت په وېب پاڼه ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په 16 مړو کې 13 يواځې د کورمې دي، يو يو د باجوړ، اورکزو او پېښور دي.

خبر کې ويل شوي، د دغو کسانو پېژندګلو د پاسپورټونو څخه شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، د ناتاييد رپورټونو ترمخه، په ډوبه شوې کشتۍ کې 63 پاکستانيان سواره وو، په دوی کې 37 ژغورل شوي، يو په روغتون کې او 33 د پوليس په بند کې دي، لس پاکستانيان بې درکه دي، او درې په طرابلس کی دي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په لسمه فرورۍ ويلي وو،کشتۍ کې د پاکستانيانو په ګډون 65 کسان سواره وو، او په دغې اړه طرابلس کې د پاکستان سفارتخانه د ځايي چارواکو سره په رابطه کې ده.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي وو، د ليبیا پایتخت طرابلس کې د پاکستان سفارتخانې ویلي، کشتۍ د ليبيا شمال لويديځ زاويه ښار کې د مرسا ډيلا بندر سره نزدې ډوبه شوې وه، او سفارتي چارواکي د زاويه روغتون ته لېږل شوي چې د ډوبو شوو پېژندګلو کې مرسته وکړي.

د تېرې جنورۍ د میاشتې په 16مه د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي وو، د موريتانيا څخه سپېن ته تلونکې يوه کشتۍ چې 80 تنه پکې سواره وو، ګڼ یې پاکستانيان وو، ډوبه شوې وه.

له دې وړاندې د کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [واکنګ بارډرز] ويلي وو، 50 تنه کډوال چې زياتره یې پاکستانيان وو، د لويديځې افريقې څخه سپېن پله تلونکې کشتۍ کې ډوب شوي وو.

له دې وړاندې چې اکثره دغه ډول پېښې شوي، زياتره پکې د پنجاب صوبې خلک معلوم شوي دي.

په شپږمه جنورۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوه غونډه کې د بشري قاچاق جاج اخستل شوی او نوموړي ويلي وو، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم یې کړی وو.

په 2015 او 2016 کلونو کې یونان، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.

په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کشتۍ چپه شوې وه، د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG