د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل که چېرته امریکا او روس د کیېف د شمولیت نه بغیر، په دوه اړخیز ډول دا فیصله وکړي چې د اوکراین خلاف د ماسکو جنګ دې څه قسمه ختم کړی شي، نو دا به اوکراین ته هېڅ د قبول وړ نه وي.
صدر زېلنسکي چې د مونیخ په سېکوریټي کنفرنس کې د تګ په لاره یې د یوې اېټمي بټۍ لیدنه کوله، خبریالانو ته وویل: "مونږ به د یو آزاد هېواد په حیث دا ونشو کولی چې زمونږ د موجودیت نه بغیر شوې کوم قسم معاهدې قبولې کړو."
ټاکل شوې ده چې د جرمني په مونیخ کې به صدر زېلنسکي د امریکې له نایب صدر جې ډي وېنس او خارجه وزیر مارکو روبیو سره د جمعې په ورځ ملاقات وکړي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ د روس له صدر ولودیمیر پوټین سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغوی په دې اتفاق وکړ چې د جنګ د ختمولو په مقصد مذاکرات دې په فوري توګه پیل شي. ټرمپ دا خبره هم وکړه چې هغه او پوټین شاید په نږدې آینده کې، په سعودي عرب کې سره وګوري.
ټرمپ وروستو د اوکراین له صدر ولودیمیر زېلنسکي سره هم ټلیفوني خبرې وکړې او هغه یې د پوټین سره د خپلو خبرو هم خبر کړ.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ زېلنسکي وویل: "نن دا مهمه ده چې هرڅه د پوټین د پلان مطابق مخ ته ولاړ نشي، کوم کې چې هغه غواړي هرقسم کوشش وکړي چې خپل مذاکرات دوه اړخیزه (د امریکا سره) وساتي."
د دې باوجود، د شورو/چهارشنبې په ورځ زېلنسکي د ټرمپ سره د خبرو وروستو وویل، "مونږ په ډېرو باریکیو خبرې وکړې، په سفارتکاري، پوځي، اقتصادي، او صدر ټرمپ ما ته اطلاع راکړه چې پوټین هغه ته څه ویلي دي. مونږ په دې باور یو چې د امریکا طاقت، زمونږ سره او زمونږ ټولو شراکتدارانو سره یوځای، کافي دی چې روس او پوټین باندې فشار راوړي او هغه امن خوا ته راولي."
زېلنسکي وویل چې هغه د پولېنډ له وزیراعظم ډونالډ ټسک سره د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبرې کړې دي او ورته یې ویلي چې "د اوکراین، یورپ، او امریکې د یو متحد دریځ نه بغیر، د پوټین سره هېڅ مذاکرات نشي شروع کېدلی. ما په دې ټینګار وکړ چې اوکراین باید د یو طاقتوره دریځ څخه مذاکره وکړي، قوي او د اعتماد وړ امنیتي ضمانتونه ولري، او په نېټو کې (د اوکراین) شاملېدل به د شراکتدارو دپاره تر ټولو کم مصرفه لاره وي."
صدر ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل ټروټ سوشل پلېټفارم باندې په غټو ټکیو ولیکل: "پرون د روس او اوکراین سره زبردسته خبرې وشوې. د هغه کرغېړن او ډېر خونړي جنګ د ختمولو دپاره ډېر ښه امکان موجود دی!!!"
ټرمپ پس د هغه د پوټین سره ټلیفوني خبرې وکړې چې د امریکې دفاع وزیر پيټ هېګسېټ د نېټو ملکونو نورو دفاع وزیرانو ته په خبرو کې وویل، د اوکراین دا هدف چې ګني خپل د ۲۰۱۴ کال سرحدات بحاله کړي، غیرحقیقي دی، او بل دا چې امریکا داسې څه نه ویني چې ګني د اوکراین جنګ د ختمولو په مذاکراتو کې دې، نېټو کې د اوکراین د شاملېدو امکان راپورته شي.
روس ځواکونه اوس مهال د اوکراین قریب شل فیصده خاوره پخپله قبضه کې لري، چې په هغه کې د کریمیه جزیره نما هم شامله ده کوم چې روس په ۲۰۱۴ کال کې ځان سره الحاق کړله.
Forum