لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا سنېټ د صحت وزیر په حیث د رابرټ اېف کېنېډي تقرري منظوره کړه
تازه خبر

د امریکا سنېټ د صحت وزیر په حیث د رابرټ اېف کېنېډي تقرري منظوره کړه


د امریکا د صحت نوی وزیر، رابرټ اېف کېنېډي وایي چې امریکا به بېرته صحتمنده کړي
د امریکا د صحت نوی وزیر، رابرټ اېف کېنېډي وایي چې امریکا به بېرته صحتمنده کړي

د امریکا سنېټ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د صدر ټرمپ لخوا صحت وزارت ته د نومل شوي رابرټ اېف کېنېډي ټاکنه منظوره کړه، او په دې توګه یې هغه چې د وېکسینونو په اړه د ښه نظر نه درلودو په خاطر مشهوره دی، د ۱.۷ ټریلین ډالرو فډرل بجټ لرونکي صحت وزارت عهده دار جوړ کړ. رابرټ کېنېډي په دې کې هم نوم لري چې د خوراکي خوندیتوب او د بیمې یا انشورنس پروګرامونو په هکله بېل وړاندیزونه لري.

که څه هم رېپبلېکن سنېټرانو د وېکسینونو په اړه د کېنېډي د خیالاتو په باب شک و ګومانونه لرل، مګر د دې باوجود یې د ټرمپ د دغه کاندید وزیر ملاتړ یې وکړ او د ۴۸ رایو په مقابل کې د ۵۲ رایو سره یې هغه ته د منظورۍ رایه ورکړه. کېنېډي په سیاسي لحاظ د یوې ډېموکرېټ سیاسي کورنۍ سره تعلق ساتي او کورنۍ غړي یې د امریکا په تاریخ کې ځان ته قصې لري.

رېپبلېکن سنېټر، مېچ مکانل چې پخپله یې په ماشوموالي کې د پولیو ښکار شوی و، یوازېنی رېپبلېکن و چې په سنېټ کې یې کېنېډي ته د "نه" رایه ورکړه. هغه د ټرمپ نورو کاندیدانو ته چې د دفاع وزارت او د استخباراتو مشرتابه ته نومل شوي و، هم منفي رایه ورکړې وه.

رېپبلېکن ګوند د کېنېډي دا طرزخیال چې وایې "امریکا بېرته صحتمنده کړئ" قبوله کړې ده. هغه وایي چې د دې کار دپاره په کار ده چې د صحت سرکاري ادارې د چاغښت په شان اوږدمهاله امراضو ته توجو وکړي.

کېنېډي چې عمر یې ۷۱ کاله دی، او نوم او د کورنۍ غمجنې قصې یې هغه د ماشومتوبه د عوامو په منځ کې مشهوره ګرځولی، پس د هغه چې د خوراکونو، کیمیایي موادو او وېکسینونو په باب یې عوام پسنده او ځیني وخت انتهاپسنده نظریات وړاندې کړل، په خلکو کې یې ځان ته مقبولیت پیدا کړ.

د کرونا عالمي وبا په وخت کې چې کېنېډي خپل زیاتره وخت یوې غیرانتفاعي ادارې ته ورکړی و او هغو د وېکسین جوړوونکو کمپنیو په ضد مقدمې درج کولې، او بیا یې په سوشل مېډیا هم په وېکسین باندې د باور نه کولو کمپینونه چلول، نو په خلکو کې یې طرفداران زیات شول.

کېنېډي ټینګار کړی چې د ټرمپ په حمایت سره به د صحت اړوندو عامو ادارو باندې د خلکو اعتماد به حاله کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG