لاس رسیدونکی لینک

 
صدر ټرمپ: هند به د امریکا نه تېل او د اېف-۳۵ پرمختللي جنګي جهازونه واخلي
تازه خبر

صدر ټرمپ: هند به د امریکا نه تېل او د اېف-۳۵ پرمختللي جنګي جهازونه واخلي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به اېف-۳۵ ډوله پرمختللي جټ جنګي جهازونه په هند خرڅ کړي، او هند به په هغو یو لږ شمېر هېوادونو کې راشي چې د دغسې پرمختللې الوتکې خاوند اوسي کوم چې د رېډار نه هم بچ پاته کېدلی شي.

صدر ټرمپ چې د هند له وزیراعظم نریندر مودي سره وایټ هاوس کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "سر د دې کال نه به مونږ په هند باندې د خپلو پوځي سامانونو د خرڅلاو پیمانه څو بلین ډالره اضافه کړو. همدا راز موږ لګیا یو دا لاره هواروو چې هند ته د اېف-۳۵ جټ الوتکې مهیا کړو."

د امریکا صدر همدا راز وویل، هغه دا توقع لري چې د هند سره "غیرمعمول تجارتي تړونونه" لاسلیک شي. هغه دا خبرې د نرېندر مودي سره د خپلو خبرو اترو په پیل کې وویل.

د امریکا صدر ویلي دي چې په تجارتي مالونو باندې ټېکسونه، هم د امریکا په ملګرو او هم تجارتي رقیبانو باندې لګوي. ټرمپ په نورو ملکونو دا تور لګولی چې ګني له ډېرو مودو راهېسي یې د امریکا نه غلطه فایده اخېستې ده.

ټرمپ د زیارت په ورځ دا خبر هم ورکړ چې هند به د امریکا نه تېل واخلي.

ټرمپ پخپلو خبرو کې خبریالانو ته دا هم وویل چې غواړي د هند له وزیراعظم سره د تجارت په اړه هم خبرې اترې وکړي.

وزیراعظم مودي دا ټینګار هم وکړ چې په دې خبرو اترو کې به د هند ملي مفاداتو ته ارجحیت ورکوي. هغه همدا راز صدر ټرمپ ته د هند د سفر رسمي بلنه ورکړه.

د وي او اې د پارسي څانګې نه په مننه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG