لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د ډیجیټل اثاثو لپاره د نړیوالو مالياتي اصولو مطابق د پالیسۍ جوړولو پرېکړه کړې
تازه خبر

پاکستان د ډیجیټل اثاثو لپاره د نړیوالو مالياتي اصولو مطابق د پالیسۍ جوړولو پرېکړه کړې


د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر د ډیجیټل شتمنیو لپاره د یو اغېزناک، روڼ او نړیوالو معیارونو سره د سمون خوړونکي چوکاټ پر جوړولو ټینګار کړی، او حکومت موافقه کړې چې د نړیوالو مالي اصولو سره سم د ډیجیټل شتمنیو لپاره یوه واضحه تګلاره جوړه کړي.

څېړونکي وایي که حکومت د ډیجیټل اثاثو لپاره واضحه پالیسۍ جوړې کړي، نو دا سکټر به نه یوازې د سرمایه کارو اعتماد ترلاسه کړي، بلکې د پاکستان اقتصاد ته به وده هم ورکړي.

د ایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې د پاکستان د خزانې د وزیر محمد اورنګزیب په مشرۍ د ډیجیټل شتمنیو په اړه د لوړې کچې یوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې د امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ د ډیجیټل شتمنیو سلاکارانو، د آی ټي وزیر مملکت، د سټیټ بینک ګورنر او نورو چارواکو برخه درلوده.

رپورټ وایي په دې غونډه کې د کرپټو کرنسۍ نړیوال رجحانات، د دې لپاره نافذ شوي مقررات، او د پاکستان پر اقتصاد یې ممکنه اغېزې په تفصیل سره وڅېړل شوې.

په غونډه کې د خزانې وزیر د دې شتمنیو لپاره د یو داسې چوکاټ پر جوړولو ټینګار وکړ چې اغېزناک، شفاف او د نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د مالي جرمونو د څار نړیوالې ادارې فیټف(FATF) د اصولو مطابق د ډیجیټل شتمنیو لپاره واضحه مقررات وټاکي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت غواړي د بلاک چین ټیکنالوجي د مالي نظام د پرمختګ لپاره وکاروي.

رپورټ وایي چې په دې غونډه کې د حکومتي بنیادي ځاندرې اؤ د سرکاري ادارو د اثاثو په ټوکنایزیشن هم غور شوی دی.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب وویل چې د ټوکنایزېشن له لارې به د پانګونې فرصتونه زیات شي، د پانګوالې بازار (کیپټل مارکیټ) به وده ومومي، او د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو له لوري جوړې شوي ډیجیټل شتمنۍ به د تنظیمي څېړنې ځانګړي چوکاټ (ریګولیټري سینډ باکس) کې ارزول کېږي.

غونډې ته دا هم وویل شول چې دا مهال په پاکستان کې له 20 میلیونو څخه زیات فعال ډیجیټل پانګوال د لوړو فیسونو له کبله له ستونزو سره مخ دي.

د خزانې وزیر پر دې ټینګار وکړ چې د ډیجیټل سوداګرۍ پرمختګ لپاره باید یو روڼ او قانوني چوکاټ رامنځته شي، او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د مالي امنیت، مقرراتي اړتیاوو او روڼتیا د یقیني کولو لپاره یو جامع چوکاټ جوړ کړي.

هغه وویل چې حکومت به د "نیشنل کریپټو کونسل" د جوړولو پر امکان غور وکړي، چې دا کونسل به د پالیسۍ په جوړولو او ضابطو په ټاکلو کې مرسته کوي. دغه کونسل به د حکومتي ادارو، تنظیمي چارواکو او د صنعت له کارپوهانو جوړ وي.

د نوموړي وینا وه چې کرپټو کونسل به د نړیوال معیار د ضابطو په جوړښت اؤ په نړیول ډیجیټل معیشت کې ګډون باوري کوي.

د خزانې وزیر وویل چې د ډیجیټل شتمنیو او د نوي رجحانونو پراختیا ته باید متوازنه تګلاره غوره شي. په غونډه کې دا موافقه هم وشوه چې د ډیجیټل شتمنیو لپاره به د ملي ګټو، فیټف لارښوونو، او نړیوالو مالي اصولو ته په کتو یوه واضحه پالیسي جوړه شي.

د ډیجیټل کرنسۍ او بلاک‌چېن ټېکنالوژۍ کارپوهه ایم نثار وایي، چې که پاکستان د ډیجیټل اثاثو قانوني چوکاټ جوړ کړي، نو هېواد ته به سترې اقتصادي ګټې ولري.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وایي چې ټوکنائزیشن (Tokenization) د پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي او نړیوال پانګوال پاکستان ته راماتولی شي.

د ایم نثار په خبره "که حکومت د ډیجیټل اثاثو لپاره واضحه پالیسۍ جوړې کړي، نو دا سکټر به نه یوازې د سرمایه کارو اعتماد ترلاسه کړي، بلکې د پاکستان اقتصاد ته به وده ورکړي."

نوموړی زیاتوي، چې د بلاک‌چېن ټېکنالوژۍ رواجېدل د مالي نظام شفافیت ته وده ورکوي، ځکه چې دا سیستم د هرې معاملې حساب ساتي، درغلي پکې نه‌کېږي، او مالي راکړه ورکړه چټکوي.

هغه وایي "په پاکستان کې میلیونونه خلک لا هم بینک حساب نه لري،خو که ډیجیټل اثاثې قانوني شي، نو دا خلک به هم مالي نظام ته داخلېدای شي او د اقتصادي ودې برخه به وګرځي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG