لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سولې تړون د پاکستان د کردار سره ولې تړل کیږي؟


د پاکستان د ځواکمنو قوتونو او طالبانو تر منځ په اوسني پاکستان کې نزدې اړيکو، په افغانستان کې په یو وخت د بیلا بیلو ډلو سره پټو یا ښکاره رابطو او د شوراویانو په موده کې د ټولو جهادي ډلو د اسلام اباد په موټي کې پاتې کیدلو پاکستان تل د افغانستان په جگړه کې مهم لوبغاړی جوړ کړی دی.

د اسلام اباد د حکمرانانو دغه رول لا نور پیاوړی ښکاري چې د افغانستان د جگړې نه پټ شوي طالب مشران د ناقدینو، افغانانو او امریکایانو تر مخه د 2001 کال راهسې په پا کستان کې ژوند کوي.

خو په افغانستان کې نزدې د تېرو دوه لیسزو راهسې د روانې جگړې ختمیدلو او د امن ارزوگانې وس ورځ تر بله زیاتېږي البته دتېرو څو میاشتو راهسې د سولې روانه لړۍ وس هم ښکاري د گڼ شمېر چیلنجونو سره مخ ده.

دا اونۍ تمه کیدله د طالبانو د قطر د دفتر نمایندگان به اسلام اباد ته ورسي او هلته به د وزیراعظم عمران خان او نورو لوړ رتبه چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په روانه پروسه خبرې وکړي خو دا سفر ځنډیدلی دی.

علت یې دا ښودل شوی چې اسلام اباد ته دتلونکي ممکنه پلاوي د ځيني غړیو نومونه د ملگرو ملتونو او د امریکا لخوا د سفري بندیزونو په فهرست کې وو.

د خبرونو تر مخه افغان حکومت د طالبانو اسلام اباد ته د سفر په بابله ملگرو ملتونو ته شکایت کړی وو چې طالبانو ته دې د سفر اجازت ورنه کړی شي.

که څه هم طالبان اسلام اباد ته و نه رسیدل خو څيړونکي دتېرې څلویښت کلنې جگړې په اساس اټکلونه کوي چې په افغانستان کې د امن د ېوې تل پاتې پروسې لار د پاکستانه تیریږي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خليلزاد په تېرو څو میاشتو کې څو ځله د سيمې په سفر تلی دی.

ښاغلی خلیزاد دا وخت هم په سیمه کې دی او په پاکستان یې د سولې په برخه کې د عملي همکارۍ غږ کړی دی.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په افغانستان کې د سولې لپاره په نیک نیتۍ د کار او همکاریو خواهش کړی دی خو د صدر اشرف غني په تازه بیان کې د پاکستان په نیت د افغانستان بې اعتباري په ډاگه لیدل کیږي.

صدر اشرف غني د سولې په موضوع په خپل ورستي بیان کې یو وار بیا په پاکستان او طالبانو غږ کړی دی چې ځانونه دې سپين کړي .

ښاغلي غني ويلي دي طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښکاره کړي چې پر کوم اساس جوړې دي.

ښاغلي غني روانه اونۍ د زلمي خلیلزاد سره د ملاقات ورستو ويلي دي د سولې په لړ کې پرمختگ شوی دی خو تلپاتې او باعزته سولې ته د رسیدلو لپاره لا د یو شمېر گامونو ضرورت دی .

د صدارتي مانۍ ارگ د خبر تر مخه صدر غني ويلي دي چې د خلیلزاد سره د کار په نوې او واضحه طریقې هوکړې ته رسېدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد د روانې میاشتې په سر کې په واشنگټن کې ويلي وود افغان طالبانو سره په قطر کې شوې خبرې گټه ورې وې.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د روانې میاشتې په سر کې ويلي وو د افغان طالبانو او نورو ډلو سره مثبتې خبرې روانې دي. هغه ويلي وو چې طالبان هم امن غواړي خو لازمه نه ده چې خبرې به کامیابې شي

خليزاد پخپله او څیړونکي هم دا نظر لري چې د طالبانو سره خبرې په یو شمېر موضوع گانو کیږي او ډیر زر پرې د موافقې امکان نشته دی.

بیا هم که خلیزاد خوشبینه دی په روان کال کې به سوله وشی خو دا پروسه به کامیابه شي په دې اړوند سکوټه خبره نه کوي.

تېره ورځ خلیلزاد ويلي وو د طالبانو سره په ډېرو غونډو کې له القاعده سره د طالبانو په اړیکو، د امریکایي عسکرو په افغانستان کې دپاتېکیدلو، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او د تل لپاره د جگړې په ختمولو خبرې شوې دي.

هغه وویل تر هغې چې په دغو څلورو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، دې ته پرمختگ نه شو ویلی.

د ځيني څېړونکو خیال دا هم دی چې د افغان حکومت د صلاح مشورې پرته د اسلام اباد د چارواکو په خپل سر د طالبانو سره رسمي رابطې ښاي طالبان د پاکستان د اثر نه ازاد نه دي

که څه هم د خبرو اترو کنجي د افغانستان د حکومت په لاس کې ده خو د څېړونکو په خیال د پاکستان د پوځي واکمنو د طالبانو سره نزدې رابطو دغه وسوسې ژوندۍ ساتلې دي چې د سولې روانه پروسه وس هم ښکاري د گڼ شمېر چیلنجونو سره مخ ده.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG