لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ډېم دپاره د وران کړی شوو کورونو مالکانو احتجاج کړی، وايي پېسې دې ورکړی شي


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په  احتجاج کې ګډون وال صفدر مومند وايي که خلکو ته د کورونو معاوضه ورنه کړل شوه نو احتجاجي لړۍ به نوره هم وغځوي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په  احتجاج کې ګډون وال صفدر مومند وايي که خلکو ته د کورونو معاوضه ورنه کړل شوه نو احتجاجي لړۍ به نوره هم وغځوي

په خېبرپښتونخوا کې د مومند ډېم په منصوبه کې د راغلي کلي پټي بانډې اوسيدونکي وايي ضلعي انتظاميي تېره شپه د دوي کورونه وران کړي او په دوي يې تشدد کړی او حکومت ورسره د کور په سر د 60 لکه روپو ورکولو لوظ کړی و خو اوس ورته دغه معاوضه نه ورکول کيږې او په زوره د کورونو نه ويستل کېږي. د حکومت د ضلعي انتظاميي په دې اړه ميډيا ته څه نه دي ويلي.

د کوز مومند نه د صوبايي اسمبلۍ غړی محبوب شېر وايي د ځايي ولس په دې مسله به اعلا چارواکو سره خبرې کوي او دا مسله به صوبايي اسمبلۍ کې هم راپورته کوي.

د پټي بانډې اوسېدونکو د مومند ډېم مخې ته احتجاج وکړو. د احتجاج کوونکو په وېنا 36 کورونه يې د مومند ډېم په احاطه کې راغلي دي.

دوی دعوه کوي چې د کورونو معاوضه نه ورکړل کيږي، او تېره شپه ضلعي انتظاميي د دوی کورونه وران کړل او په ښځو یې تشدد وکړو.

پټي بانډې ته ميډيا نه پريښودل کيږي، او احتجاج کونکي وايي دوي ته هم اجازت نه ورکړل کيږي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

د پټې بانډې اوسېدونکی اسماعيل خان وايي، "ښځه مې پټې بانډه کې ده، او زه د ګېټ نه بهر يم، نو زما به د اوسېدو څه بندوبست وي؟ اوسېدو درک مو لا نشته، مونږ به هله چرته اوسېدې چې بچي او کډه مو راوېستی وی او چرته کرايه باندې اوسېدی، د 50 پورې ښځې او ماشومان به لا هم په پټي بانډه کې وي".

د مومند ډېم د جوړېدو پرانسته په کال 2019م کې د هغه وخت وزير اعظم عمران خان کړې وه.
د ډېم جوړولو ټېکه ډېسکان او د چين يوې کمپنۍ ته ورکړل شوې وه.

مقامي خلک وخت په وخت د ځمکو معاوضې او ډېم کې ځايې خلکو ته معاوضې نه ورکولو په سر احتجاجونه کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په احتجاج کې ګډون وال صفدر مومند وايي که خلکو ته د کورونو معاوضه ورنه کړل شوه نو احتجاجي لړۍ به نوره هم وغځوي.

"څنګه چې په اسلام اباد کې يو پاکستاني ته حق ورکړل کيږي دغسې به يې ما قبايل ته هم راکوي، که نه وي نو زما دوه ډېمونه دي، يو مومند ډېم او ورسک ډېم، نو دا که دا مطالبات داسې د مزاکراتو نه بهر خرابوي، نو زه به مومند ډېم هم بندوم، ورسره به ورسک ډېم هم بندوم، قوم به راوباسم، کومې ستنې چې دي دا به راوباسم او پاکستان ته چې کومه سپلايي ده دا به ورته بندوم".

ځايې خلک دعوه کوي چې په پټي بانډه کې د دوی ښځې او ماشومان بند پاتې دي، هلته نه دوی ته او نه ځايي مشرانو ته د ورتلو اجازه ورکوي، ځايي انتظامې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ډېم ته تلونکو لارو باندې د نور کله نه زيات امنيتي ځواکونه ګمارل شوي وو.

ځايي سياسي مشر ارشد مومند وايي، "هلته اوس زنانه دننه ناستې دي، باقاعده يې برمته کړي دي، دې ته زمونږ د قبايلو په ژبه کې برمته وايي، ماشومان يې برمته کړي دي، نه دي ځايه سړي ورپريږدي، چې خپلو کورونو ته زنانه او ماشومانو له ورشي نه هغوی بهر راپريږدي، نو دا نا انصافي، ظلم او بربريت دی".

دې نه وړاندې احتجاج کونکو ويلي وو چې دوی ته د يو اېکړ په سر درې لکه روپۍ ورکول کيږي او د پاکستان نورو برخو دغه معاوضه تر 40 لکو پورې ده.

ځاېي خلک وايي دوی ته دې د کورنو، ځمکو او ونو پوره معاوضه ورکړل شي.

ټولنيز فعال تفسير مومند وايي، "په دې کې زمونږ مشران استعمال شوي، په دې کې زمونږ سياسي مشران او منتخب نمائندګان هم استعمال شوي دي، چرته پکې غبن شوی او دې خلکو ته خپل حق نه دی ترلاسه شوی ځکه دوي په احتجاج دي".

د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه وي او ای ډيوه د انتظاميي چارواکو سره د ټېلفون د لارې بيا بيا د رابطې هڅه وکړه خو ځايي انتظاميې د خبرو کولو نه ډډه کوله، د سيمي نه منتخب د صوبايي اسبملۍ غړي محبوب شېر ډيوه ته وويل د خلکو دا مسله به په اسمبلۍ کې راپورته کوي او د واپډا اعلا چارواکو سره به پرې خبره کوي.

د پاکستان د اوبو او توانای د پرمختيا ادارې واپډا په وېب پاڼه ليکل شوي، چې د ډېم په بېلا بېلو برخو کار روان دى، د سرته رسيدو په صورت کې به دا 800 ميګاواټه بجلي پيدا کوي او د 16,000 ايکړه نه زياتې ځمکې به خړوبوي.

خود اوپډا په وېب پاڼه خلکو ته د معاوضې ورکول کيدو يا نه ورکول کيدو تفصيل نه دى ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG