لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له م م مخکې، غیر دولتې ادارې په کندز کې د ۵۰ ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا کړې


د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې د ادارې (سي پي اې جې) مشر عزیز احمد تسل وي او اې ډیوې سره د یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې ددوي ډله سیمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه یې پلټنې دوام لري
د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې د ادارې (سي پي اې جې) مشر عزیز احمد تسل وي او اې ډیوې سره د یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې ددوي ډله سیمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه یې پلټنې دوام لري

د ملګروملتونو او د افغان حکومت له څېړنو مخکې یوې غیر دولتي ادارې ویلي چې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ په برید کې شاخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شویدي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې د ادارې (سي پي اې جې) دغه ادعاوې تر اوسه پورې نه هم د افغان حکومت او نه هم د ملګروملتونو لخوا تایید شویدي.

د یادې ادارې مشر عزیز احمد تسل وي او اې ډیوې سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل چې ددوي ډله سیمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه یې پلټنې اوس هم دوام لري.

"د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دا معلومات مو د سیمې له خلکو، د ولایتي شورا او د حکومت له سیمیزې ادارې سره د خپلو لومړنیو مرکو په ترڅ کې راټول کړیدي. "

په افغانستان کې د ملګروملتونو د فتر د سې شنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي وه چې د کندز د پېښې په اړه به ډیر ژر پلټنې وکړي.

افغان حکومت هم د کندز د پېښې د پلټنو لپاره د پوځي او ملکي چارواکو په کډون یو کمیسیون ټاکلی خو تر اوسه پورې دغه کمیسیون د خپلو څېړنو معلومات له رسنیو سره نه دې شریک کړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت د ادارې سپارښتنې

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت د ادارې مشر عزیز احمد تسل له ملکي وګړو څخه وغوښتل چې داسې غونډو ته دې نه ورځي کومې چې د طالبانو د نظامي موخو لپاره جوړې شوې وې او پکې د طالبانو په ننګه او پلوي ویناوې کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې له طالبانو هم په کلکه غواړي چې د ملکي خلکو ترمنځ دې خپلې نظامي غونډې نه کوي او نه دې هم له ملکي وګړو څخه د خپلو موخو لپاره کار اخلي.

د یادې ادارې مشر له حکومت څخه وغوښتل چې هاغه کسان دې عدالت ته راکاږل شي چاچې د کندز دغونډې په اړه امنیتي ځواکونو ته غلط معلومات ورکړي.

"هغه کسان چې ددغې غونډې کوارډینېټ او ادرس یې ورکړی هغه باید محکمې ته راکاږل شي او دا پوښتنه ترې وشي چې ایا ستاسو ټارګېټ همدومره لوی و چې د ۱۵ طالبانو لپاره دې د ۳۰۰ ملکي کسانو په غونډې باندې برید وشي؟"

د کندز د برید په اړه د حکومت او طالبانو ادعاوې

افغان امنیتي چارواکو ویلي وو چې د کندز برید یې د طالبانو د مهمو مشرانو او نظامي قومندانانو پرضد کړی چې پکې ۱۵ مهم طالب مشران هم وژل شویدي خو د سیمې خلک وايي چې برید د طالبانو په یوې مدرسې شوی چېرې چې د طالبانو د دستاربندۍ په اړه غونډه روانه وه.

په کندز کې د افغان ځواکونونو د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي و چې د کندز په برید کې د مولوي بریال، مولوي شاهدالله، مولوي زاهد الله او مولوي ممتاز په ګډون د طالبانو ګڼ نور مشران چې د کوټې د شورا یو مهم غړی هم پکې و وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو له پېښې وروسته په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د افغان حکومت هغه ادعاوې رد کړیدي چې ګواکې د کندز په برید کې یې د طالبانو مشران په نښه کړیدي او زیاته کړېده چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG