لاس رسیدونکی لینک

 
د طالبانو د حکومت له بندیز ختمېدو وروسته بېګم او د ځوانانو رېډیو بیرته په مشروط ډول خپرونې پیل کړې
تازه خبر

د طالبانو د حکومت له بندیز ختمېدو وروسته بېګم او د ځوانانو رېډیو بیرته په مشروط ډول خپرونې پیل کړې


فایل عکس: د بېګم رېډیو مشر صبا چمن ښۍ خوا ته او د هغې همکاره د 2021م نومبر په کابل کې د بېګم رېډیو په ​​یوه سټوډیو کې.
فایل عکس: د بېګم رېډیو مشر صبا چمن ښۍ خوا ته او د هغې همکاره د 2021م نومبر په کابل کې د بېګم رېډیو په ​​یوه سټوډیو کې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د بېګم او د ځوانانو رېډیویي خپرونو د بیا پیلیدو لپاره یې د دغو رېډیویي خپرونو له چلوونکو ژمنه اخیستې او په مشروط ډول یې ورته د فعالیت اجازه ورکړې ده خو ددغو رسنیو نیول شوي خبریالان لا هم بندیان دي.

وزارت د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، دا رېډیویي خپرونې یې تقریباً دوې اونۍ وړاندې د فعالیت له جوازه د "ناوړه ګټې اخیستو" او په بهر کې له مېشتو ځینو رسنیو سره د همکارۍ له امله ځنډولې وې. بیا د بهرنیو رسنیو نومونه نه دي اخیستي خو وایي پر هغوی باندې بندیز دی:

"دا چې یادو رسنیو په تکراري ډول د خپلو نشریاتو د بیا پیل غوښتنه کوله، نو له نشریاتي څانګې سره تر ژمنې وروسته د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه چې خپل نشریات به د افغانستان اسلامي امارت او د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي".

بېګم رېډیو د 2021م کال د مارچ په میاشت کې د ښځو په نړیواله ورځ پیل شوه او له هغه پینځه میاشتې وروسته طالبان پر افغانستان واکمن شول او د امریکې په ګډون د نېټو ځواکونه د ګډوډۍ په حالت کې له دې هېواده ووتل.

د دې رېډیو خپرونې په بشپړه توګه افغان مېرمنو چلوي او هغه تعلیمي پروګرامونه خپروي چې له اووم تر دوولسم ټولګي پورې د افغان سکولونو په نصاب کې شامل دي. طالبانو په هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو لپاره تعلیم منع کړی دی.

د وزارت په بیان کې د ددغو رېډيویي خپرونو د دوو نیول شویو خبریالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارو وي او اې ته ویلي، ددغو رېډیوګانو د خپرونو د ځنډیدو پر مهال دوه نیول شوي خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې ددغو دوو نیول شویو خبریالانو قضیه عدالت ته استول شوې ده او عدالت به یې په اړه پریکړه کوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت د نشریاتو د څانګې مرستیال مهاجر فراهي هم پر خپل ایکس لیکلي چې دغو دوو رېډیویي خپرونو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته ویلي وو، چې ددغو خبریالانو او رېډیویي خپرونو په اړه پریکړه به په کابل کې یو عدالت وکړي.

د طالبانو د استخباراتي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو د فرورۍ په څلورمه په کابل کې د بېګم رېډیو په دفتر باندې برید وکړ او ددغې رېډیو د ښځینه خبریالانو په ګډون یې د کارکوونکو تالاشۍ واخیستې او د هغوی د موبایل ټیلیفونونو په ګډون یې کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او دوه نارینه خبریالان له ځان سره یووړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او استخباراتې وروسته د بېګم رېډیو د فعالیت ځنډولو په اړه په یو بیان کې ویلي وو، چې "په پرله پسې ډول د خپرونو له پالیسۍ د سرغړونو، په بهر کې یو ټیلیویژن ته د موادو برابرولو" او د "خپرونو له جوازه د ناسمې ګټې اخیستنې" له امله یې د بېګم رېډیو خپرونې ځنډولې دي.

پخپله بېګم او ځوانانو رېډیویي خپرونو په جلا جلا بیانونو کې ویلي وو چې د طالبانو د استخباراتي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو د رېډیو پر ودانۍ باندې له برید وروسته د رېډیو له کارکوونکو پلټنې کړي دي.

د ځوانانو راډیو ویلي د طالبانو د استخباراتي ادارې کارکوونکو یې د سپورټ د خپرونو یو خبریال وړی دی او بېګم رېډیو ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو یې د ایډیټ د څانګې یو کارکوونکی له ځان سره وړی دی.

د بېګم او ځوانانو د رېډیویي خپرونو پر ځنډېدو او د دغو دوو رېډیویي خپرونو د دوو کارکوونکو نیول کېدو د ملګرو ملتونو په ګډون د رسنیو د ملاتړ د تنظیمونو له پراخ غبرګون سره مخ شوي وو.

ملګرو ملتونو د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې ده او د طالبانو له حکومته یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د بې پولې خبریالانو د تنظیم او د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو د حکومت له خوا ددغو رېډیویي خپرونو د ځنډېدو او د دوو کارکوونکو د نیولو پریکړه غندلې وه.

طالبان چې د 2021 کال په اګست کې بیا د وسلو په زور پر افغانستان واکمنېدل، هغه مهال څه باندې 8,400 رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې، خو د بې ‌پولې خبریالانو د رپوټ له مخې د طالبانو د څه باندې درې کلنی واکمنۍ په مهال شاوخوا 3,000 رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بې ‌پولې خبریالانو تنظیم د تېر کال په دسمبر کې د 2024 کال په کالني رپوټ ویلي وو چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د 180 هېوادونو په منځ کې 178 ځای خپل کړی دی.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG