لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: کابل ته د پاکستان د وزیر اعظم سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ګټور و


د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

چین نن افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر (وزیر اعظم) شاهد خاقان عباسي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په لاره کې ګټور وباله.

چین له افغانستان او پاکستان سره په ګډه په هغې درې اړخیزې تګلارې باندې کار کوي چې له مخې یې د طالبانو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی ختم کړي ترڅو د چین پاکستان د لویې اقتصادي لارې (سیپېک) سره کابل هم ونښلوي.

د مطبوعاتي راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګېنګ شوانګ د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرې رسنیو ته وویل:

"د عباسي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو مهم ګام و. له دې ښکاري چې دواړه هېوادونه هڅه کوي په خپلو کې خبرې او ډیالوګ زیات کړي. "

افغانستان ته د جمعې په ورځ د لومړي وزیر عباسي د سفر پرمهال دواړو غاړو په دې موافقه وکړه چې د سیمې د سولې او امنیت په اړه د دوه اړخیز تړون لاندې د ترهګرو په وړاندې ګامونه پورته شي.

ګېنګ وویل، چین په دې خبره پوه شوی چې دواړه هېوادونه د افغان سولې بهیر په اړه سره موافقې ته رسېدلي.

ګېنګ که څه هم له سپېک څخه چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه تېریږي او هند یې مخالفت کوي، نېغ په نېغه یادونه و نه کړه خو وویل چې د افغانستان او پاکستان له ملګرتیا سره به سیمیز تړون لا پسې پاوړی شي.

ده زیاته کړه:

"چین د افغانستان او پاکستان د یو ملګري په توګه دې ته لیواله دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې یو رغنده رول ولوبوي او په فعاله توګه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې همکارۍ ته وده ورکړي. "

چین د لومړي ځل لپاره په تېرې ډیسمبر میاشت کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون یوه درې اړخیزه غونډه جوړه کړه په کومه کې چې د هند له مخالفت وروسته افغانستان ته ددغې پروژې غځولو وړاندیز هم وشو.

که څه هم د چین لخوا افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په لاره کې ګټور بلل شوی خو افغان سیاسي څېړونکي پدې نظر نه دي.

افغان څېړونکي وايي، د پاکستان بهرنی سیاست ددغه هېواد د پوځ په لاس کې دی او تر هغو چې د پاکستان پوځ له افغانستان سره خپلې ستونزې حل نه کړي نو افغانستان ته به د پاکستان د ملکي حکومت د چارو سفر مثبته پایله و نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG