لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: د افغان حکومت همکاري به کوي او طالبان وايي که چېرې نړیوال ځواکونه نه وځي نو مبارزه به کوي


 د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وایي د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي
 د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وایي د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین وایي، که نړیوال ځواکونه د دوحې له تړون سره سم پر ټاکل شوي وخت له افغانستانه بهر نشي نو دوی به یې پر ضد خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وایي د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وایي د طالبانو لخوا د جګړې دوام به هېواد کې د بهرنیانو حضور ته لار هواره کړي ده.

پوځي شنونکی وایي که چیرې د تړون څخه پر سرغړونې بیا هم بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، دا په افغانستان کې د جګړې په مانا ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېره ورځ ناوخته د افغان مرکچي پلاوي او د ناټو د غړو هېوادونو ځینو سفیرانو له لوري انلاین غونډه ترسره شوه، چې پکې د سولې پروسې پر اوسني وضیعت، د ناټو په همکاریو، د ښځو حقونو، بشري حقونو او ځينو نورو مهمو مسائلو خبرې وشوې.

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین
د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

د طالب پلاوو غړو ملا خیرالله خیراه او سهیل شاهین تیره ورځ، په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له امریکا سره ددوحې د تړون او بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې به د افغانستان اوسنی حکومت له منځه ځي او باید بهرني سرتیري د شوي هوکړې له مخې له افغانستان نه ووځي.

سیاسي کارپوهان وایي چې د امریکا د نوي حکومت په راتګ سره د امریکا او ناټو اراده دا ده چې د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون په اساس چې ټول نړیوال ځواکونو به له افغانستان څخه ووځي غواړي چې د بهرنیو ځواکونو حضور تمدید شي.

د سیاسي چارو کارپوه نصرت الله حقپال زیاتوي همدا اوس هم له طالبانو سره په قطر کې پرې خبرې روانې دي، د ښاغلي حقپال په خبره بین الافغاني خبرې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او که بین الافغاني خبرې یوې نتیجې ته ونه رسیږي نو او بهرني ځواکونه ووځي نو دلته به د قدرت تشه رامنځته شي .

ښاغلی حقپال دا هم وایي چې د راروانې فیبروري میاشتې کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنی غونډه کې به دا خبره توافق ته رسیږي.

حقپال وایي دا چې له مې میاشتې نه وروسته به څه ناڅه مهلت تمدید کیږي دوی به یې په بدل کې له امریکایانو نه داسې تضمین غواړي چې تاسو به هم بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي او هم به د سولې خبرې بین الفغاني مذاکرات باید یو جوړ جاړي ته ورسیږي.

خو د پوځي چارو کارپوهان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې کیدنه په افغانستان کې د جګړې دوام بولي .

د پوځي چارو کاروپوه عمر صافی وایي، د ناټو پاتې کیدل په افغانستان کې د جګړې د تداوم په مانا دی،ناټو ددې په ځای چې افغانستان کې د پاتې کیدو فکر وکړي باید په دې فکر وکړي چې څنګه کولي شي د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د افغانستان د دفاع وزارت
د افغانستان د دفاع وزارت

د ملي دفاع زارت مرستیال شاه محمود میاخېل تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام او سولې په برخه کې نه هڅې هغه څه دي چې په هېواد کې به د جګړې له دوام سره بهرنۍ ځواکونه همدلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې شي.

سره له دې چې په دوحه کې د سولې خبرې له ځنډ سره مخ شوي، په افغانستان کې د موقت حکومت یا د سولې مشارکتي حکومت په نامه پر یوه طرحه ناندرۍ روانې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي، چې له نامعلومو او ناپېژندل شوو سرچینو په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو یا د سولې مشارکتي حکومت د جوړېدو تر نامه لاندې طرحه خپره شوې چې په حقیقت کې د ابلیس طرحه ده او د ترهګرو لپاره د لابۍ او ذهنیت جوړونې هڅه ده.

د سولې خبرو ترڅنګ هیواد کې د هدفي وژنو او مقناطیسي چاودنو په لړ کې د کابل امنيتي مسوولین وایي، نن سهار د کابل ښار په جوی شیر، دهمزنګ او سلیم کاروان سیمو کې د مقناطيسي ماينونو چاودونو له امله رامنځ‌ته شوې چې په پایله کې یې پنځه کسان ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا د سلیم کاروان په سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله د جمعیت اصلاح مشر محمد عاطف هم وژل شوی دی. خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد بیا پر عطف برید غندلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG