لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ملي امنیت شورا: د اعتراف پر ځای دې پاکستان رېښتیني همکاري وکړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شېخ رشید څرګندونې ستایلي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شېخ رشید څرګندونې ستایلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د طالبانو د کورنیو د کوربتوب د اعترام پرځای دي پاکستان په عملي توګه د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.

د شورا ویاند رحمت الله اندړ وویل "په پاکستان کې د طالب مشرانو کورونه، جایدادونه، د طالبانو نظامي کمیسیونونه، د دوي لپاره د اوسیدو ځای او روغتیایي اسانتیاوې او نور ډیر هغه مسایل چې د سیمې او نړۍ په کچه واضح شوي او وخت پر وخت پاکستاني چارواکي هم اعتراف ته اړ شوي دي. غوره داده چې پاکستاني چارواکي ددې اعترافاتو پر ځای او متزلزل دریځ پر ځای له افغان سولې په پروسه کې کوټلي ګامونه واخلي."

اندړ د پاکستان د همکارۍ په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یوه ټېلې وژن مرکه کې ویلي چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشته دي، زخمي طالبان د درملنې دپاره پاکستان ته منتقل کېږي او ځینې پکې په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شېخ رشید څرګندونې ستایلي او ویلي یې دي، چې افغانستان د شیخ رشید په څېر زړه ورو پاکستانیانو ته ضرورت لري چې د هغه په قول طالبانو سره د پاکستان ملاتړ افشا کړي.

په افغانستان کې سیاسي شنونکي په دې اند دی چې پاکستان سره په تېره یوه میاشت کې د یپلوماتیکې اړیکې ترینګلي شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG