لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سولې دپاره د یوې نوې مسودې پر سر بحثونه


په افغانستان کې د سولې په اړه د نویو منصوبو خبرونه اورېدل کیږي او داسې یوه مسوده هم په مطبوعاتو کې خوره شوې چې د یو مشارکتي نظام څرنګوالی څرګندوي.

افغان طالبانو د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د هغوی مشرانو له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیلې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مئې اوله نېټه رانږدې کېدونکې ده او دا هغه نېټه ده چې د دوحې لوظنامې پر اساس، تمه کېده چې د امریکا په مشرۍ خارجي قوتونه ټول له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو یو ویاند ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ملګرو يې د جمعې په ماښام د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد او د هغه له ټیم سره لیدلي دي.

تر دي وړاندې، خلیلزاد کابل ته تللی و او هلته یې د افغانستان له مشرانو سره، د یو مشارکتي حکومت په اړه خبرې کړې وې. داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې امریکا غواړي د دوحې پروسه ګوښې ته کړي او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د څار لاندې یو لوی کنفرانس راوغواړي. همدا رنګه د یوې نوې لوظنامې مسوده هم مطبوعاتو ته راوتلې چې په کې د یو مشارکتي نظام تصویر ترسیم شوی.

د دې مسودې او یا وړاندیز شوي پلان په اړه، چې طلوع نیوز خپره کړې ده، افغان حکومت تر اوسه واضح جواب ندی ویلی، خو صدر محمد اشرف غني دومره ویلي چې، «هره اداره کولی شي خیالونه او خوبونه په کاغذ ولیکي او د افغانستان دپاره د حل لاره وړاندې کړي. دا کاغذونه پخوا هم لیکل شوي، اوس هم لیکل کیږي، او په آینده کې به هم ولیکلی شي. زمونږ وثیقه، زمونږ آئین دی.»

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا ویلي چې د وړاندیز شویو پلانونو نه ویره نده په کار. عبدالله د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې وویل چې د افغان سولې په تړاو وړاندې شویو طرحو (پلانونو) باندې باید خبرې وشي او هغه څه په کې ولټول شي چې افغانان یې غوښتونکي دي.

د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب هم واضحه کړې چې وړاندې شوې مسوده، د امریکا د حکومت رسمي دريځ ندی بلکې د سولې د مذاکراتو په پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

طالبانو تر اوسه د مشارکتي حکومت د وړاندې شوي پلان په اړه خپل دریځ ندی روښانه کړی، خو دومره یې ویلي چې دوی د دوحې لوظنامې عملي کولو ته ژمن پاته دي.

طالبان د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسنی ریاست (د افغانستان اسلامي جمهوریت) نه مني او وايي چې د سولې مذاکراتو نتیجه باید د یو "اسلامي" نظام جوړېدل وي، خو دا واضحه نده چې "اسلامي نظام" نه د دوی مقصد څه ډول نظام دی، ځکه د افغانستان اوسنی نظام هم اسلامي بلل کیږي.

بل اړخ ته ولسمشر غني د خالي/شنبې په ورځ بیا هم د موقت (نګران) حکومت د جوړېدو منصوبه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د واک اختیار انتقال، صرف د انتخاباتو د لاري کېدونکی دی.

صدر غني د افغانستان پارليمان ته په وینا کې زیاته کړه: «مونږ آماده یو چې د عالمي برادرۍ تر څار لاندې د آزادو، صافو، او عمومي انتخاباتو په اړه بحث وکړو. مونږ کولی شو چې د انتخاباتو د نېټې معلومولو باندې هم بحث وکړو او یوې نتیجې ته ورسیږو.»

افغان صدر دا هم وویل، "هغو کسانو ته چې واک اختیار ته د رسېدو دپاره دې او یا هغې دروازې ته ځي، نصیحت کوم چې په افغانستان کې سیاسي واک اختیار، یوه لاره لري او چابۍ یې د افغانستان د خلکو ووټونه دي."

د افغانستان په ځایي مطبوعاتو کې داسې رپوټونه هم خواره شوي چې ګني د امریکا خارجه وزیر انټوني بلېنکن، افغان صدر محمد اشرف غني ته یو خط استولی او په هغه کې یې ویلي چې امریکا په پام کې لري له ملګرو ملتونو وغواړي چې د روس، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د خارجه وزیرانو او خاصو استازو په ګډون، د افغانستان د سولې دپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د طلوع نیوز د رپوټ مخې، بلېنکن په دې خط کې ویلي چې په آینده هفتو کې به په ترکي کې د افغانستان د سولې یو کنفرانس جوړ شي. یاده دې وي چې د دې خط په اړه تر اوسه امریکا حکومت څه ندي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG