لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې د افغان دولت پلاوي د ملګرو ملتونو استازې سره په افغان سوله خبرې کړي


ډیبرا لېینز د افغان پلاوي سره ویني
ډیبرا لېینز د افغان پلاوي سره ویني

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت مذاکره کونکي پلاوي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ډیبرا لاینز سره لیدنه کړي او په دغه لیدنه کې د افغان سولې په پرمختګونو، د سیمې په کچه پر فعالې دیپلوماسۍ او همدا راز د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا بحث او خبرې شوي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دغه لیدنه تیره ورځ شوي ده او په لیدنه کې د سولې د پرمختکونو او په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو پر فعال رول خبرې شوي دي.

اغلې انوري زیاتوي چې" میرمن لاینز دا هم ویلي دی چې، هغه هڅې او اقدامات چې نړیواله ټولنه یې د افغان سولې لپاره کوي باید همغږي وي."

په دغه ناسته کې ډیبرا لاینز د داخلي اجماع پر پياوړتیا او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر همکارۍ ټینګار کړی دی او ویلي یې دې چې، دغه سازمان به د افغانستان د سولې بهیر په جریان کې منظم حضور ولري، تر څو له نږدې یې نظارت وکړي او له پرمختګ او چټکتیا څخه یې ډاډ ترلاسه کړي.

لاینز ویلي دي، د سولې بهیر وخت نیسي خو باید رامنځته شوی فرصت په سم ډول وکارول شي.

لاینز دا هم ویلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر د وروستیو موضوعاتو په اړه، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅې باید همغږې وي او په دغه بهیر کې باید دولت ،د نظام بنسټونه، اساسي قانون او د افغانستان خلکو ته درناوی وشي .

خو په افغانستان کې یې د روان تاوتریخوالي زیاتوالي ته اندېښنه وښوده او پر اوربند یې ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکي نذیر زاهد وایي د افغانستان د سولې موضوع یوازې په دې نه حل کیږي چې نړیواله اجماع دې موجوده وي په دې کې سیمه ییزه او کورنۍ اجماع هم ډېر مهم رول لري او تر ټولو مهمه اجماع بیا کورنۍ اجماع چې مونږ په کور دننه د سولې په اړه یو غږ ولرو او هیڅ مخالفت باید موجود نه وي.

زاهد زیاتوي" د افغان سولې په پروسه کې داخیل اړخونه باید هغه چې هر څوک دي باید په نیک فال ونیول شي."

‌ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تیره ورځ ویلی وو چې، خلک باید د افغان سولې په اړه د امریکا د نوې طرحې په اړه اندېښنه ونه لري.

خو ترکیه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغان سولې لپاره د جوړویدونکي کنفرانس کوربه وي.

د ترکیې د عدلې او توسع وزارت ویاند عمرسلیک ویلي، چې افغانستان په سیمه کې د ترکیې یو دوست هېواد دی او انقره اماده ده، چې د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس کوربه توب وکړي.

بل طرف بیا طالبانو ته ځینو نژدې سرچېنو هم ویلي، چې طالبان په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون ته اماده دي.

افغان دولت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس خبره په داسې حال کې کېږي، چې روسیې په مسکو کې د افغان سولې په اړه د غونډې د کوربه توب خبره کړې وه او یاد هېواد ته یې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول ۴ افغان چارواکي او ۵ طالبان ورغوښتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG