لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرالله صالح: د بلېنکن لیک به د سولې په اړه د افغان حکومت دریځ بدل نه کړي


د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او افغان صدر اشرف غني
د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او افغان صدر اشرف غني

افغان حکومتي چارواکو د امریکا د خارجه وزیر اېنتني بلېنکن لیک ته رسمي ځواب ویلی نه دی خو لومړي مرستیال ولس مشر امرالله صالڅ ویلي نه اندېښنه لري او نه یې دریځ بدل شوی.

امرالله صالح د ښاغلي بلېنکن د خط په اړه وویل د سولي په تړاو د افغان حکومت دریځ بدل نه کړي.

په ورته وخت کې د امریکا خارجه وزارت د دې خط د لېږل کېدو خبر نه تصدیق کړی او نه هم رد کړی دی.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې نن یې د مارشال فهیم د اووم تلین د لمانځلو مراسمو ته خبرې کولې وویل چې له نړیوالو سره زموږ اړیکې د متقابل احترام پر اساس دي خو که چیرې پوهه شو چې ګټې او احترام له منځه وړل شويو موږ خپل ملت په جریان کې اچوو.

ښاغلي صالح زیاتوله چې، په هیڅ قیمت له خپلو خلکو نشو د رایې حق نشو اخیستلای خو د نړیوالو په حضور کې د ټاکنو د ترسره کېدو پر وخت بحث کولی شو.

امرالله صالح زیاتوي "غوره ګڼم چې د طالب او پاکستان مرمۍ په سینه وخورم، خو په هېڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه یم. موږ په هیڅ قیمت آمرانه سوله نه غواړو."

افغان مامورین په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي خو پاکستان دا خبره دوي او وايي په افغانستان کې د امن دپاره د موجوده بهیر حمایت کوي او د امریکې او طالبانو ترمنځ د معاهدې په لاس لیک کېدو کې یې کردار ادا کړی دی.

ښاغلی صالح وایي"له غربي نړۍ او نړیوالو سره زموږ اړیکې د متقابل احترام پر اساس دي اما که چیرې پوه شو چې ګټې او احترام له منځه وړل شوي موږ خپل ملت په جریان کې اچوو.

موږ د خلکو څخه د خپلې رایې حق نه شو اخیستلای خو که خدای ناخواسته دغسې وشول غوره ګڼم چې د طالب او پاکستان مرمۍ په سینه وخورم، خو په هېڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه یم. موږ په هیڅ قیمت آمرانه سوله نه غواړو."

ښاغلي صالح دا هم وویل چې که امریکا د خپلو 2500 عسکرو خوندیتوب د ځان حق ګڼي، موږ هم حق لرو چې د خپل 35 میلیونه نفوس برخلیک په ښه توګه او خپله وټاکو.

په همدې غونډه کې د افغانستان د مصالحې عالي شور مشر ډاکټر عبد الله عبد الله هم د امریکا لخوا د ټول شموله حکومت طرحې ته په اشارې وویل چې هیڅوک او هیڅ شی د افغانستان په خلکو په زور نشي منلی او د دې وطن هر اوسیدونکی پدې خبره کې شریک دي چې د شته لاسته راوړنې باید معامله نشي.

ښاغلي عبدالله زیاتوله هیڅوک پدې هیواد کې د سولې مخالف نشته"په دې هیواد کې د سولې مخالف څوک نه دي خو دا قبوله کړئ چې په یوه تاریخي لحظه کې قرار لرو.

هیڅ کس هیڅ کوم څه په یو بل باندې په زور نه شي منلی. هغه څه چې د ملت سرمایه ده، مجاهدین او د افغانستان مقاومت کوونکی چې دي.

ټول زموږ سره په دا لاس ته راوړنه کې شریک دي چې یو کس د یوې رایې حق لري همدا لاس ته راوړنه یې باید وساتل شي همدا باید وساتو بیا هیڅ کوم شی په موږ او تاسې نه شي تحمیل کیدلی."

د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې د افغانستان د راتلونکي اساسي قانون او دولتي جوړښت، د یو نوي ټول شموله حکومت او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند خبره کړي ده

هغه څه چې د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال او د افغانستان د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون د دې لیک ترلاسه کول او پکې یاد شوي جزئیات تائید کړي دي.

افغان حکومت که څه هم تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې لیک ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د امرالله صالح، ډاکټر عبدالله او نورو دولتي چارواکو د څرګندونو څخه ښکاري چې په دغه کې طرحه کې د شته جوزیاتو مخالف دي.

سیاسي کارپوهان هم د خلیلزاد سپارل شوي طرحه کې د ټول شموله حکومت د دوحې د سولې تړون سره په ټکر کې بولي.

د سیاسی چارو کارپوه فضل الرحمان اوریا وایي دا ډول موقت حکومت د افغانستان او منطقې د شرایطو سره مناسب نه بولي" دا د دوحې د سولې له تړون سره کاملآ په ټکر کې دی او د افغانستان او منطقې د شرایطو سره سمون نلري،زه فکر نه کوم چې په داغسې حکومت کې دې طالبان ګډون وکړي یا دې طالبان دغه طرحه تائید کړي یعنې د طالبانو لپاره ممکن دا طرحه د تائید وړ نه وي، اما یو شی ممکن دی چې، غني په تیرو اوو او اتو کالونو کې ګډوډي راوستله د دې لپاره چې د کابل په اداره کې یو نظم راشي امریکا کولای شي چې د کابل په سطحه باندې یو ایتلافي او انتقالي حکومت جوړ کړي او همدغه ایتلافي او انتقالي حکومت بیا طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه او شرایط مساعد کړي"

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي"افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې پکې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړلیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري او نړۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي" دا امر نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو بهیر چټک کړي."

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه کوي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي، او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG