لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هلمند کې له ماتې وروسته، طالبانو د افغانستان په شمال کې بورکه ولسوالۍ نیولې ده


افغان چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت یوه ولسوالۍ نیولې ده.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت ویلي چې طالبانو بېګا شپه د بغلان په بورکه ولسوالۍ برید وکړ او د څو ګېنټو جګړې وروسته، حکومتي ځواکونو له هغې سیمې «تاکتیکي په شا تګ» کړی دی. جاوید زیاته کړې چې په دې جګړه کې طالبانو ته د سر درانه زیانونه اووښتي دي.

یو بل امنیتي چارواکي بیا خبریالانو ته ویلي چې په دې نښته کې لږ تر لږه لس (۱۰) تنه افغان عسکر وژل شوي او شپاړس (۱۶) نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

په افغانستان کې په دې وروستیو هفتو کې جګړه تېزه شوې ده او حکومت وایي له هغه وخته چې امریکا د سټمبر تر یوولسمې نېټې د خپلو ټولو عسکرو د انخلا اعلان کړی، طالبانو په خپلو حملو کې اضافه راوستې ده.

د بغلان له جګړې یوه ورځ وړاندې، په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو یوه ستره حمله په شا تمبولې وه.

د دفاع وزارت دعوې:

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، دولت د وسله والو مخالفانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتو دی. دفاع وزارت دعوه کړې ده چې په یوه شپه و ورځ کې، دفاعي او امنیتي ځواکونو، د طالبانو اتیا (۸۰) تنه وژلي او نهه پنځوس (۵۹) نور یې ور ټپیان کړي دي.

د چارواکو په خبره دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر، زابل، هرات، فراه هلمنداو بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبان بیا دا دعوه ردوي او وایي چې دوی ته دومره مرګ ژوبله نده اووښتې.

دفاع وزارت په طالبانو باندې د خپلو هوایي حملو ویډیو هم په واټس آپ خپره کړې ده چې په کې په مختلفو ځایونو کې ګاډي او یا په مبینه توګه د طالبانو مرکزونه په نښه کیږي او الوځول کیږي.

افغان حکومت همدا راز دعوه کوي چې په یوه شپه و ورځ کې د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو نه په شپږ ویشتو کې یې طالبانو حملې کړي دي.

د سولې دپاره اندېښنې

سیاسي څېړونکي په افغانستان کې د جنګ دوام او روان حالات ورځ تر بلې د اندیښنې وړ بولي.

سره له دې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي او په ډېری ولایتونو کې یې خپلې اډې تشې کړې دي، خو له دې سره هم مهاله تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. طالبانو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او قرارګاوو بریدونه کړي او مرګ ‌ژوبله یې اړولې ده.

افغان ځواکونو هم پر طالبانو ځوابي بریدونه کړي او دوی ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبره کوي.

په دې منځ کې ملکي وګړي هم په امن کې نه دي. په ډېرو ولایتونو کې د نښتو له امله ملکي تلفات ډېر شوي دي.

د کندهار څو ولسوالیو کې شدیدې جګړې هم مرګ ژوبله لري. د هلمند چارواکي وايي، له تېرې یکشنبې شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ د جګړې له ویرې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د سیاسي چارو څیړونکی اسد احسان وایي د جګړې شدت د افغانستان د ولس، خاورې او خلکو په ګټه نه دی باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

احسان وي او اې ډیوه ته وویل، "افغان حکومت او وسله وال طالبانو ته په کار دا ده چې د قربانیانو درناوی وکړي. قرباني افغان ولس ورکوي دلته کوم بهرنیان نه وژل کیږي یوازې همدا مظلوم ملت د جګړې قربانې دی اړتیا ده چې د سولې لپاره کار وشي او دغه برخه حمایه کړل شي څو د سولې شته فرصت له لاسه ورنه کړو."

له دې سره هممهاله ولسمشر غني بیا په تازه څرګندونو کې بیا هم پر طالبانو غږ کړی دی، چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG