لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: افغانستان غواړي چې ټرانزټ تجارت د ايران چابهار او د بندرعباس دلارې شروع کړي


افغان سوداګرو امريکه غږ ته ويلي په ۲۰۲۴ کال کې لس وارې افغانستان سره تجارتي لارې وتړلی شوې وې
افغان سوداګرو امريکه غږ ته ويلي په ۲۰۲۴ کال کې لس وارې افغانستان سره تجارتي لارې وتړلی شوې وې

اقتصاد پوهان او سوداګر وايي افغانستان د ډېرې مودې نه په دې هڅه کې دی چې د ګاونډي هېواد ايران سره تجارتي اړيکې پياوړې کړي او ټرانزټ تجارت د ايران چابهار او بندرعباس ته منتقل کړي.

اقتصاد پوهان وايي په دې لنډو ورځو کې به د پاکستان او د افغانستان ترمنځ د تجارت کچه نوره هم راښکته کېدی شي او افغان تجارت به د پاکستان څخه بل ځای ته منتقل شي.

اقتصاد پوهان وايي د افغانستان مارکيټ د ګڼو ستونزو له امله د پاکستان د لاس نه په مکمله توګه وتلی دی او افغان سوداګر نور نه غواړي چې د پاکستان د لاري د ټرانزټ تجارت مالونه راوغواړي.

اقتصاد پوه زاهدالله شينواری وايي د ایران چابهار او بندرعباس بندرونه اوس ډېر فعاله شوي دي.

شینواری وايي افغانانو د پاکستان د کراچۍ بندر نه تجارت په مکمله توګه اړولی دی او اوس په بندرعباس باندې ډېر رش جوړ شوی دی او مخکې به يو کنټينر په يوه هفته کې کليرکېدو نو اوس هغه په دوو هفتو کې کلير کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې يوه چارواکي امريکه غږ ته ويلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزټ تجارت په ۲۰۲۴ کال کې د پرله پسې لارو تړل کېدو له امله ۷۰ فيصده راکم شوی دی.

سوداګر وايي افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت راښکېدو اغېز د پاکستان په اقتصاد او دې سره تړلي خلکو په روزګار پريوځي.

شاهد حسين یو سوداګر دی، وايي ټرانزټ تجارت ځکه ښکارشوی چې د پاکستان غاړې ته پولې فعاله نه دي او وخت په وخت بندېږي او بله دا چې په کراچۍ بندر باندې سختيانې راغلي دي او افغانان مجبوره دي چې نورې لارې چارې ولټوي.

حسین وايي افغانستان سره د تجارت د کمېدو له امله پاکستان ته د ټيکسونو په لړ کې زيان رسېدلی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت په لاره کې دومره ستونزې جوړې شوې چې افغان سوداګر دې ته مجبوره شوي دې چې هغه بل ځای کې ځان ته لارې جوړې کړي.

اقتصاد پوهان وايي افغانستان سره د پاکستان تجارتي لارې تورخم، خرلاچي، انګور اډه، غلام خان او چمن سپين بولدک څو وارې سږ کال او تېر کال کې بندې شوي وې او د دې له امله دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت د ستونزو ښکار شوی دی.

پوهان وايي د افغانستان او د پاکستان دوه د اړخیزه تجارت سالانه مالیت پينځه اربه ډالره په اسانه رسېدلی شي خو د دې په ځای دا تجارت لاندې روان دی.

زاهدالله شينواری وايي "دا د حيرانتيا او د خپګان خبره ده چې داسې يوه لويه منډيي زمونږ لاس نه لاړه د اربونو ډالرو او دې سره په ټرانزټ کې د يو ګاډي اته لاکه (۸۰۰،۰۰۰) روپۍ کرايه ده د کراچئ نه تر تورخم پورې نو دې سره زمونږ کليرنګ ايجنټان وو، دې سره زمونږ مزدوران وو او دې سره زمونږ انشورنس واله وو."

افغان سوداګرو امريکه غږ ته ويلي په ۲۰۲۴ کال کې لس وارې افغانستان سره تجارتي لارې وتړلی شوې وې.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG