لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغه افغانان چې په بهرنیو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار لا په پاکستان کې دي وايي مشکلات یې زیات شوي


د کال 2021م د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس په زرګونو شمېر کې هغو افغانانو د خپل وطن نه کډې وکړې کومو چې امريکې او نورو هېوادونو سره په افغانستان کې کار کړی وو
د کال 2021م د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس په زرګونو شمېر کې هغو افغانانو د خپل وطن نه کډې وکړې کومو چې امريکې او نورو هېوادونو سره په افغانستان کې کار کړی وو

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت هغه افغانان چې د امريکې په شمول به نورو بهرنیو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار دي، وايي ستونزې یې د پاکستان د دې فېصلې وروسته زیاتې شوې چې د نومبر د وړومبۍ نېټې څخه به غېرقانوني بهرنیان وباسي.

د مهال په زرګونو افغانان نورو هېوادونو ته د تلو په انتظار په پاکستان کې دي او وايي په مشکلاتو کې د زیاتوالي باوجود خپل هېواد ته ژوند ته د خطر له امله نه شي ستنېدی.

امريکې ته تلونکی افغان کډوال احمدزی روف وايي، "په 2012م کې زما کورنۍ په نخښه شوه او درې کسان پکې مړه شول او بيا په 2017م کال کې زه پاکستان ته راغلم او بيا مې په يو اېن اېچ سي ار کې خواست جمع کړو او اوس هم کار پرې روان دی".

هغه زياته کړه، "اوس چې امريکې کوم اعلان کړی او پاکستان ته يې هم ويلي چې دغه افغانان بايد ونه ايستل شي نو مونږ غواړو زمونږ په خواست يا کېس باندې زر کار وشي او زه په پاکستان کې هم خوندي نه يم دلته هم په ما باندې يو ځل ډزې شوي دي".

د اکتوبر په 17مه امريکې په پاکستان زور راوړی وو چې هغه 25000 افغان کډوال باید د پاکستان نه ونه باسلی شي چې امريکې ته تلو ته په تمه ناست دي.

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې د نومبر په درېيمه ادارو ته په يوه اعلاميه کې امر کړی وو چې هغه افغانان دې نه نیول کېږي چې بهرنیو هېوادو ته د تګ په مهال په پاکستان کې دي.

افغان کډوال وايي د بې اسنادو افغانانو د ايستلو نه پس هغوی هم د نيول کېدو له ويرې بهر نه شي وتلی،او نه په ازاده توګه ګرځېدی شي.

بهر هېواد ته تلونکي افغان کډواله سلګۍ احساس وايي دا ډېر ښه خبر دی چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دوی سره به پوليس کار نه لري او مشکل به هم ورته نه جوړوي خو بايد دغه کار عملی کړی شي.

"مونږ دغه پرېکره ستايو ځکه چې دلته ډېر مدني فعالان او خبريالان وو چې پوليسو نيول او هم يې ځورول او ټول هغه کسان چې بهر ته تلل نو دې ټولو ته يې ذهني ناروغي جوړه کړې وه چې ډېر ورته ټول اندېښمن وو او اوس دغې پرېکړې ته مونږ خوشحاله يو او ستاينه يې کوو".

د کال 2021م د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس په زرګونو شمېر کې هغو افغانانو د خپل وطن نه کډې وکړې چې امريکې او نورو هېوادونو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار په وروستيو کې ويلي وو د کال 2021م راپدېخوا، د شپږ لکو نه زيات افغانان د امنيتي ستونزو د لاسه پاکستان ته راکډه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG