د بلوچستان په کلات سیمه کې د نجونو یو سکول سوځول شوی دی، چارواکي وایي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده. دا په می میاشت کې په پاکستان کې د نجونو پر سکولونو څلورمه حمله ده، تر دې وړاندې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د جینکو درې سکولونه زیانمن کړی شوي وو.
چارواکي وايي دغه پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کلات ډویژن په سوراب ضلع کې شوې ده، د چارواکو په وينا نامعلومو ورانکارانو د کلي داهمب تحصيل د نجونو مډل سکول ودانۍ ته د اور اچولو هڅه وکړه.
د سوراب د پوليسو ضلعي فسر مشتاق بابر وي او اې ډيوه ته وويل "موږ د دې پېښې پلټنې کړې دي، دا د ترهګرى پېښه نه ده، د شخصي دښمنۍ په اساس د دغه سکول په يوه خونه کې يواځې يوه المارۍ سوځول شوې ده، خو هملته پرته بله المارۍ بيا روغه ده".
پوليس وايي برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي. وایي د نامعلومه وسلوالو په ضد باندې مقدمه درج کړی شوې ده او نور تحقیقات هم کوي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دى نيول شوی.
د پولیسو په وینا په سکول کې چوکېدار يا د شپې ساتونکی نه وو.
څېړنکار سليم شاهد وايي په بلوچستان کې د بلوڅو او پښتنو په دواړو سيو کې مذهبي توندروي شته، په کېچ او پنجګور ضلعو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو يو شخصي ښوونځي سوځولی وو، د صوبې په نورو سيمو کې هم ورته پېښې رپوټ شوې وې.
دا په پاکستان کې په یوه اونۍ کې د نجونو د سکول د سوځولو دویمه پېښه ده. تر دې له مخه د شمالي وزیرستان د رزمک تحصیل په شکیمار سیمه کې هم د نجونو سکول سوځل شوی وو، ځایي پوليسو په دې تور یو پخوانی استاد نیولی دی.
امنیتي سرچینې وایي، له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومه کسانو د جینکو یو هایي سکول ته اور لګولی اؤ دغه سکول یې په بشپړ ډول سوځولی دی..
د رزمک په پولیس سټیشن کې مقدمه ثبت شوې ده، د پوليسو په وينا پینځه وسله وال چې مخونه یې پټ وو، د دېوال له نړولو وروسته سکول ته ننوتلي او سوځولی یې دى.
د 2022م کال د اکتوبر په مياشت کې د بلوچستان دايران له سرحدي پولي سره جوخت په ضلع کېچ کې هم نامعلومو کسانو يو شخصي سکول سوځولى وو.
تر دې وړاندې د روانې میاشتې په 17مه نېټه په پیوست قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې هم د واوا نومې یو غیر دولتي سازمان په مرسته فعالې د جینکو د زده کړو په یوه اکاډمۍ وسله والو برید کړی ؤ اؤ وداني یې ورله په بمونو الوځولې وه.
همدا شان تر دغه پېښې یوه اوونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زده کړو سکول هم په بمي چاودنو الوځول شوی و.
تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د جینکو په سکولونو د شوؤ دې بریدونو ذمه واري پغاړه نه ده اخستې.
Forum