لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د احمدزو وزيرو جرګې هم د افغانستان سره په ويزه د تګ راتګ د فېصلې مخالفت کړی


ملک خان مالک وايی په انګور اډه پوله کاغذ پاڼې یا پمفلټونه لګول شوي چې پکې د ویزو نظام د غځول کېدو ویل شوي دي
ملک خان مالک وايی په انګور اډه پوله کاغذ پاڼې یا پمفلټونه لګول شوي چې پکې د ویزو نظام د غځول کېدو ویل شوي دي

د افغانستان سره په پوله پرتې کوز جنوبي وزيرستان ضلع کې د احمدزو وزيرو جرګې ویلي د انګور اډې په لار د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ دپاره د ویزې نظام نه مني او که چېرې حکومت دغلته د ویزې نظام غځوي نو پرضد به یې احتجاجونه کوي.

له دې وړاندې د بلوچستان په چمن ښار کې هم افغانستان سره په پاسپورټ د تګ راتګ پرضد لاريون او احتجاجي پرلت شوی دی.

د ‎جنوبي وزيرستان د جرګې یو غړي ملک خان مالک وویل دوه ورځې وړاندې په انګور اډه کې د احمدزي وزیرو لویه قامي جرګه وشوه چې پکې د احمدزی وزیرو د څلورو لويو خېلو خوجل خېل، توجي خېل، زلي خېل او د ګنګي خېلو مشرانو ګډون وکړو او جرګې په اتفاق سره په انګور افغانستان ته د تګ دپاره د ويزو پروګرام رد کړو.

‎هغه وویل په پوله دواړو غاړو ته د احمدزو وزیر مېشت دي چې یو بل سره راشه درشه، د ځمکو ملکيتونه او خپل خپلوان لري او دوی ته د پاکستان په شناختي کارډونو د انګور اډې په دروازې د راتګ او تګ اجازه ورکول کيږي.

د ملک په وینا که دغلته د ویزې نظام د غځولو پرضد به سخت احتجاجونه کوي او د علاقې بازارونه او سړکونه به تړل کیږي.

د جنوي وزیرستان د ډپتي کمېشنر دفتر چارواکي وايي دا یو نړیوال سرحد دی او په دې لاره دواړو خواو ته مېشتو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې چې نه یوازې دوی کاروبار کوي دغلته په پوله د افغانستان څخه ناروغان راوړل کیږي او ماشومان یې هم په سکولونو کې زدکړې ترلاسه کوي او په دې کې دوی ته کوم مشکل نه دی جوړ کړل شوی او نه خلکو ته د ویزو ویل شوي دي.

ملک خان مالک وايی په انګور اډه پوله کاغذ پاڼې یا پمفلټونه لګول شوي چې پکې د ویزو نظام د غځول کېدو ویل شوي دي.

هغه وویل په دې اړه یې انتظامیې سره لیدلي او په خپل دریځ یې خبر کړي او دې د پاره 22 کسیزه کمیټي جوړه کړل شوې چې اینده تګلاره به جوړوي، د اعلا حکومتي چارواکو سره به ملاقاتونه کوي او احتجاجي مظاهرې به کوي.

انتظامیه وايي د ویزې نظام دغلته غځول دا داخله چارو دفتر سره اړه لري خو په دغه تړاو دوی ته څه نه دي ویل شوي او نه تر دې مهال په انګور اډه د ویزو امر شوی دی.

د کوز جنوبي وزیرستان د تاجرانو د اتحادیې مشر سیف الرحمن وايي دوی د وړاندې نه د تندروۍ او جنګونو سره مخ دي چې د علاقې په کاروبار یې بدې اغیزې کړې او که دا د ویزو نظام دغلته غځول کیږي دا به د وړاندې نه ځپل شوی تجارت د نورو ستونزو سره مخ کړي.

هغه وویل باید حکومت دې د دوی پر وړاندې د خنډانونو جوړولو پر ځای په کاروبار کې د زیاتوالي دپاره اسانتیا پیدا کړي چې د تندروۍ او جنګونو ځپلو خلکو مشکلات راکم کړي.

هغه وویل په دې لار نه یوازې تجارت ته ګټه ده بلکې هر ورځ ترې په کروړونو روپۍ قامي خزانې ته جمع کیږي او که دا مشکلات جوړيږي دا به قامي خزانه متاثره کړي.

د تاجرانو یو بل مشر او د احمدزو وزیر جرګې یو بل غړي ملک سردار علي وايي د اوږدې مودې راهسې په دې پوله کاروبار د ځنډ سره مخ دی خو د سختو خنډانو او د ناامنۍ د پېښو وروسته په مشکل سره څه لږ ډیر کاروبار روان شوی چې هر ورځ نزدې یو سل ګاډي داوړو خواو ته تګ راتګ کوي.

هغه وویل انګور اډه لار د دوی د کاروبار یوازني زریعه ده او چې د کله نه په دې لار کې خنډان جوړ کړل شوي د علاقې کاروبار ورسره په ټپه ودرېدلی او ځایي کاروباريان ترې د اربونو روپو تاوان سر مخ شوي دي.

هغه وویل نور تاوانونه نشي زغملی او که جوړه شوې کمېټۍ د لاريون پرېکړه وکړي، نو د وزيرو احمدزو ټول قومونه به د يادې کمېټۍ په غږ د لاريونونو کولو پابند وي.

هغه زیاته کړه جرګې له حکومته په کلکه غوښتنه وکړه چې د تورخم، خرلاچي او غلام خان په څېر دې د انګور اډې دروازه د کاروبار دپاره پراخه کړي او اسانتياوې دې برابر کړي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړوکې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د غېر قانونه غېر ملکيانو ويستلو د پرېکړې سره دا فېصله هم کړې وه، چې د لسم اکتوبر څخه به د افغانستان نه د چمن په پوله په کاغذي تذکره، او د لومړي نومبر پورې به په کمپيوټري تذکره افغانان پاکستان لوري ته راوړېدی شي.

ویل شوي وو، د لومړي نومبر وروسته به په چمن يواځې پاسپورټ لرونکو افغانانو ته د راتګ اجازه وي.

له دغې پرېکړې وروسته په لسم اکتوبر په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چمن او قلعه عبدالله خلک په شناختي کارډ پورې غاړې ته اوړېدل ودرولي او د چمن او قلعه عبدالله اوسېدونکي نه شي کولی چې په شناختي کارډ د افغانستان د کندهار سپین بولدک لوري ته لاړ شي. او بيا د چمن په پوله د دواړو غاړو څخه په تذکره او شناختي کارډ هر ډول پياده تګ راتګ ودرېدلی وو.

د پاکستان د حکومت د دغه پرېکړې چې د لومړي نومبر څخه به د افغانستان سره د چمن په پوله تګ راتګ په پاسپورټ وي، پرضد بيلا بيلو سياسي او مذهبي ګوندونو، سوداګرو تنظيونو او ځايي خلکو لاريون او احتجاجي پرلت کړی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت په دغه اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو په بلوچستان صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیرجان اڅکزي د چمن په پوله د پرلت کوونکو سره د خبرو وروسته ویلي وو، "د پاکستان څخه د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو د ویستلو او افغانستان سره په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه په داسې حال کې شوې چې غېر قانونه استوګن کډوال په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ دي او په غېر قانوني توګه پاکستان ته داخل شوي دي."

جان اڅکزي په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغانانو د ککړتیا په اړه څه ثبوت وړاندې نه کړو. د دې نه مخکې د پاکستان داخله وزیر سرفراز بګټي هم ویلي وویل چې افغانان په ځینو بریدونو کې ککړ وو خو څه ثبوت یې نه و وړندې کړی.

د افغانستان واکمن طالبان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغانانو د ککړتیا خبره ردوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG