لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ اختر مېنګل د بلوڅ زده کوونکو د ځورولو د مخنيوي دپاره جوړ کمېشن مشر ټاکلی


اسلام اباد هايکورټ حکومت ته امر کړی چې په درېو ورځو کې د اختر مېنګل د کمېشن کنوینر ټاکلو اعلاميه جاري کړي او په سېنېټ کې دې د بلوڅ زده کوونکو د ځورولو مخنیوي کمېشن سیکرټریټ جوړ شي
اسلام اباد هايکورټ حکومت ته امر کړی چې په درېو ورځو کې د اختر مېنګل د کمېشن کنوینر ټاکلو اعلاميه جاري کړي او په سېنېټ کې دې د بلوڅ زده کوونکو د ځورولو مخنیوي کمېشن سیکرټریټ جوړ شي

اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره د جوړ شوي کمېشن مشر اختر مینګل ټاکلی او په یوه میاشت کې دننه یې د کمېشن رپورټ غوښتی دی.

د بلوڅ زده کوونکو د ځورونې په اړه اوریدنه اسلام اباد هایکورټ کې د جسټس اطهر من الله په مشرۍ کې شوې ده.

اختر مینګل وروسته له هغې د کمېشن مشر ټاکل شوی چې د سېنېټ چیرمېن صادق سنجراني د دغه کمېشن د مشرۍ څخه انکار کړی وو.

د بلوڅ زده کوونکو وکیلې ایمان مزارې د عدالتي امر وروسته د بلوڅ زده کونکو د ځورونې د مخنیوې د پاره د عملي کار هيله څرګنده کړې ده.

اسلام اباد هايکورټ حکومت ته امر کړی چې په درېو ورځو کې د اختر مېنګل د کمېشن کنوینر ټاکلو اعلاميه جاري کړي او په سېنېټ کې دې د بلوڅ زده کوونکو د ځورولو مخنیوي کمېشن سیکرټریټ جوړ شي.

د بلوڅ زده کوونکو وکيله ايمان مزاري او د وفاقي حکومت لخوا ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال عدالت ته وړاندې شوي دي.

د اورېدنې وروسته ایمان مزارې وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل د اختر مېنګل د کمېشن په مشر جوړېدو حکومت اعتراض نه دی کړی او زده کوونکي پې هم مطمين دي. "د دغه کمېشن د جوړېدو شاوخوا پینڅه میاشتې کیږي خو د کمېشن یوه غونډه هم نه ده شوې، زه فکر کوم د اختر مېنګل د ټاکنې سره به د بلوڅ زده کونکو د ځورولو د مخنیوې د پاره کوټلي ګامونه پورته شي یا به په دې اړه څه مهم وړاندیزونه مخې ته راشي".

جسټس اطهر من الله د بلوڅ زده کوونکو د ځورولو مسله مهمه وبلله او ویې ویل بلوڅ زده کوونکي په ادارو کې زده کړې کوي، دوې ولې غېر محفوظه دي، عدالت به په دې اړه جدا حکم وکړي.

سږ کال د فرورۍ په میاشت کې د سرښار اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون څخه بې درکه بلوڅ زده کونکي حفيظ بلوچ د مقدمې د اورېدنى په مهال اسلام اباد هایکورټ د اپرېل په مياشت کې امر کړی وو چې د بشري حقونو فعالې ايمان مزارې دې د سياستمدارانو او د خپلو شعبو نوموړو کسانو ګډ کمېشن جوړ کړی شي.

یو بلوڅ زده کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته وايي وړاندې هم کمېشنونه جوړ کړی شوي چې د څه کار بغېر ختم شوي او دوی اوس هم فکر نه کوي چې دا کمېشن به څه وکړي، ځکه چې تر اوسه د عدالت په پریکړو څه عمل نه دی.

د بشري حقونو کارمندان او تنظيمونه په پاکستان کې د خلکو په زوره د بۍ درکۍ تور د پاکستان د پوځ په استخباراتي ادارو لګوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دغه تورونه رودي او وايي د دغو تورونو د حقیقت سره څه هیڅ تعلق نشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG