لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: پاکستان دې د مذهب سپکاوي په تور د دوو کسانو د وژنې بې طرفه او ازادې پلټنې وکړي


د بشري حقونو لپاره کار کوونکي یوه نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان په بلوچستان او سیند صوبو کې په یوه اوونۍ کې د پولیسو په لاس د مذهب له سپکاوي سره مخ دوو کسانو پر وژنه اندېښنه ښکاره کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ستمبر پر 12مه یو پولیس کانسټېبل سعید خان سرحدي د کوټې ښار د پوځي چاوڼۍ په پولیس تاڼه کې دننه د عبدالعلي په نوم تن په ډزو وواژه چې تر دې یوه ورځ مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی او د ښار د خروټ اباد سیمې له پولیس تاڼې د دې لپاره کېنټ تاڼې ته وړل شوی وو چې د قهرجنو خلکو له بریده خوندي وي.

له هغې پېښې یوه اونۍ وروسته د سیند د امرکوټ اوسېدونکی ډاکټر شاه نواز کنبار په میرپورخاص کې یو پولیس په ډزو وواژه. پر هغه تور لګېدلی وو چې پر سوشل مېډیا یې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي دي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې دفتر د جمعې په شپه په یوه بیان کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو د "غیرعدالتي" وژنو لړۍ" بوږنوونکې" بللې او وایي حکومت په دې کې ناکامه شوی چې د ژوند د حق، د مذهب یا عقیدې د ازادۍ او د توپیري چلند د مخنیوي په ګډون د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په برخه کې خپله ذمه واري تر سره کړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون "ظالمانه او رجعتي" بللی او غوښتنه یې کړې ده چې حکومت باید سمدستي دا قوانین منسوخ کړي ځکه چې وایي دا قانون له اوږدې مودې راهیسې د توپیري چلند او تشدد په دوام کې مرسته کوي:

"پاکستاني چارواکي باید د پېښو په اړه بشپړه، بې طرفه او ازاده پلټنه وکړي او دا باوري کړي چې پر ذمه واره کسانو دې په منصفانه او شفافه توګه مقدمه وچلول شي او د مرګ له سزا پرته دې یې سزا ته لاره هواره شي".

تر ایمنیسټي وړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د ستمبر پر 19مه په بلوچستان او سیند کې د مذهب د سپکاوي له تور سره مخ دوو کسانو پر بې عدالته وژنه "سخته اندېښنه" ښکاره کړې وه.

ایچ آر سي پي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو، په کوټه کې د یو هوټل مالک په بند کې او د سیند په امرکوټ کې یو ډاکټر د پولیسو په محاصره کې وژل کېدل د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د تشدد دا نمونه د اندېښنې وړ رجحان دی چې د قانون عملي کوونکي کسان پکې ښکېل دي:

"حکومت باید په دې اړه ازاده پلټنه وکړي او معلومه کړي چې د عمرکوټ د ډاکټر د وژنې سبب څوک وو او دا یقیني کړي چې ذمه وار کسان به یې د قانون منګولو ته سپاري. حکومت باید د داسې زیاتیدونکې توندروۍ خلاف اقدامات وکړي چې د داسې پېښو سبب کېږي (چې په تاریخي ډول د زیاتو مرسته پخپله ریاست کړې ده)".

په کوټه کې په پوليس تاڼه کې دننه د وژل شوي تن عبدالعلي کورنۍ د ستمبر پر 18مه په يوه خبري غونډې کې اعلان کړی وو چې دوی هغه پوليس کانسټېبل ته بخښنه کوي چې د مذهب د سپکاوي په تور یې د دوی خپل په ډزو وژلی وو.

ایمنیسټي انټرنېشنل د مذهب له سپکاوي سره تړلو د تشدد په پېښو کې د لاس لرونکو د سزا معافیت په ګوته کړی او وایي چارواکي هڅه کوي له دې کبله له احتسابه ډډه وکړي چې په داسې پېښو کې هغه ملزم د ولس ملاتړ لري چې د مذهب د سپکاوي تورن تن یې وژلی وي:

"په کوټه کې د وژل شوي تن پر کورنۍ باندې فشار راوستل شوی چې پولیس افسر د ملک د هغو قوانینو په بنیاد وبخښي چې د وژل شوي یا ټپي شوي وارثانو ته اجازه ورکوي په داسې پېښو کې تورن تن معاف کړي".

د ایمنیسټي په بیان کې ویل شوي چې د روان 2024م کال له مې میاشتې راهیسې د پنجاب په سرګوده، د پښتونخوا په سوات، د بلوچستان په کوټه او د سیند په میرپورخاص ښارونو کې د مذهب د سپکاوي په تور لږ تر لږه څلور کسان له عدالت پرته وژل شوي دي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي له تور سره مخ ګڼ شمېر کسان په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له عدالت پرته قهرجنو خلکو وژلي دي خو دې وروستیو پېښو پر امنیتي ادارو هم بې باوري زیاته کړې ده چې تورن کسان تر مقدمې چلېدو مخکې پولیسو وژلي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG