لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په اړه د امریکايي مامورینو د خبرداري ترڅنګ څېړونکي داعش د پاکستان دپاره هم خطر ګڼي


تېره میاشت د بلوچستان کاونټر ټيريريزم ډيپارټمنټ یا د ترهګرې ضد ادارې وویل د مستونګ ضلعې په قمر مزار آباد کلي کې عمليات تر سره کړل او د داعش 11 وسله وال یې ووژل
تېره میاشت د بلوچستان کاونټر ټيريريزم ډيپارټمنټ یا د ترهګرې ضد ادارې وویل د مستونګ ضلعې په قمر مزار آباد کلي کې عمليات تر سره کړل او د داعش 11 وسله وال یې ووژل

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو او د طالبانو بیا په واک کې د راتلو وروسته، امریکايي مامورین وايي داعش د امریکې او د غربي نړۍ دپاره د نورو ډلو نه زیات لوی خطر جوړېدلی شي خو څېړونکي داعش د پاکستان دپاره هم خطر بولي.

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي مشر کرېسټوفر ری د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وویل "مونږ تشویش لروو چې ايي اېس ايي اېس کی (داعش خراسان) د (د افغانستان د) امنیت په چاپیریال کې د کمزورۍ نه ګټه پورته کولی شي."

د اېف بي ايي مشر خبرداری وکړو چې نورې ډلې هم افغانستان ته د یو داسې پناه ځای په څېر کتنه کولی شي چې دوی پکې په ازادۍ فعالیت کولی شي.

پاکستان او په ورستیو کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړې چې داعش او القاعده په افغانستان کې وجود لري.

پاکستاني مامورین په رسمي ډول په هېواد کې داعش د موجودګۍ نه انکار کوي‌ خو څېړوونکي وايي داعش په ورستۍ موده کې په پاکستان کې د یو شمېر حملو ‌‌ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

څېړونکي وايي که چېرې داعش په افغانستان کې ځان مضبوطوي نو اثر به یې په پاکستان هم کېږي.

د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر او د امنیتي چارو څېړونکی سید نذیر وايي "داعش خراسان د افغانستان پاکستان په سیمه کې اوس یو حقیقت دی او د ترهګرۍ ورستۍ پېښې په پاکستان کې د ډلې (داعش) شتون څرګندوي."

په افغانستان کې د حالاتو په پاکستان د ممکنه اثراتو په اړه څېړونکي وايي په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه پس په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافه شوي ده او پاکستان کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو په تعلقاتو اندېښمني څرګندیږي.

په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه پس د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، یو شمېر وسله وال د باګرام نه د ازادېدو رپورټونه مخې ته راغلی دي.

د بي بي سي خبري ادارې سره مرکه کې د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاو زرداري بهټو ویلي د ټي ټي پي اوپاکستان، ټي ټي او د افغان طالبانو په خپل منځو کې په اړیکو تشویش لري.

څېړونکی رفغت الله اوکزې وایې د اګست پنځلسمې نېټې په کابل د طالبانو قبضې ورستو د پاکستان په پخوانیو قبایلي سیمو کې ترهګري او په سیکورټي فورسز بریدونه سېوا شوې دي.

خبریال غلام دستګیر وایې په افغانستان د طالبانو د قبضۍ پس پاکستاني طالبان هم فکر کولی شي د افغان طالبانو په شان دوی د پاکستان په ضد بریالي کېدی شي او هم دغه وجه ده چې د اسلام آباد په لال مسجد يو ځل بیا په پاکستان کښې د شریعت غوښتې پورته شوې دي.

څېړونکي وايي داعش به د افغانستان طالبانو دپاره یوه لویه مسله وي.

د پېښور یونېورسټۍ د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکیعلي عمران بنګش وايي که چېرې طالبان د داعش په مخنیوي کې ناکام شول نو په سیمه کې به د موټر بم چاودنو، هدفي وژنو او د ځانمرګي حملو نوي لړۍ شروع شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG