لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: تېرو پوځي عملياتو ته په کتو عام ولس او سياسي ګوندونه په اوسنیو عملياتو باور نه کوي


څېړونکي وايي د پاکستان پوځ د کال ‏‎2001‎م نه راپدېخوا نزدې د ‏‎20‎‏ پورې پوځي عمليات کړي چې پکې په لکونو خلک اغېزمن شوي او د ترهګرۍ مسله ‏لا هم په ځای پرته ده. دوي وايي همدغه وجه ده چې عام ولس او سياسي ګوندونه هم اوس په نويو اعلان شويو عملياتو [عزمِ استحکام] باندې اعتماد نه ‏کوي.‏

خو حکومتي چارواکي وايي د ملک د تلپاتي امن او استحکام لپاره اعلان کړل شوی وژن یا نظر [عزمِ استحکام] ناسم کیږي او دا د تېرو وسله والو ‏عملیاتو لکه "ضرب عضب" او "راه نجات" په څېر نه دي.‏

په پاکستان کې په کال ‏‎2001‎‏ کې د القاعده خلاف په وزيرستان کې د (الميزان) په نوم اولني پوځي عمليات شوي وو، په کال ‏‎2007‎م کې په سوات کې د ‏‏[راح حق] په نوم د ټي ټې پي خلاف، ‏‎2008‎م کې په خېبر کې د لشکر اسلام خلاف د [صراط مستقيم] په نوم، هم په دغه کال په جنوبي وزيرستان کې د ‏‏[زلزلې] په نوم د ټي ټي پي خلاف او بيا په دغه کال په باجوړ کې د [شېر دل] په نوم عملیات شوي وو.

بيا په ‏‎2009‎م کې د ټي ټي پي خلاف په پخوانۍ فاټا کې د [راه راست] ‏او [تور تندر] په نوم ملاکنډ ډويژن کې، [راه نجات] په نوم پخوانۍ فاټا کې، د [برېښنا] په نوم مومندو کې، د [کوه سفېد] په نوم په کورمه کې، ‏‎2014‎‏ م ‏کې د ضرب عضب په نوم شمالي وزيرستان کې د ټي ټي پي، القاعده، آی اېم يو او لشکرجهنګوي خلاف،‎2017‎م کې په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل ‏اې او براس خلاف د ردالفساد په نوم عمليات شوي وو.‏

د دې ترڅنګ وسله والو سره ګڼ شمېر معاهدې هم شوې وې، خو پوځي عمليات اکثر له د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي دي.‏

حکومت اوس په ‏‎22‎م جون په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل اې او توندروۍ پرضد په ټول ملک کې د عملياتو کولو اعلان کړی دی.‏

‏خبريال ناصر داوړ وايي، "خلک د پوځي عملياتو خلاف هم دي، او د طالبانو سره، د ترهګرو سره او د وسله والو سره د مزاکراتو خلاف هم دي، دواړه يې ‏کتلي دي چې د تباهۍ نه علاوه یې ابادي نه ده راوستې".‏

په پاکستان کې د عزم استحکام په نوم عملياتو اعلانېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، ‏جماعت اسلامي او جميعت علما اسلام تر څنګ په دير، مومند، خېبر، کرم او نورو سيمو کې عام اولس هم د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی. دوي وايي د ‏عزم استحکام په نوم عمليات ورته د منلو وړ نه دي. ‏

د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ د امن جلسه.
د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ د امن جلسه.

څيړونکي وايي په تېرو وختونو کې د وسله والو سره مزاکراتو او پوځي عملياتو د عام ولس باور راکم کړی دی.‏

څيړونکی ډاکټر سرفراز خا ن وايي، "(مزاکراتو په نتيجه چې وسله وال راشي) نو بيا به هغه کارونه کوي بيا به زمونږ کورونه ورانيږي، بيا زمونږ په کورونو ‏اپرېشن کيږي، دا خو داسې اپرېشن وي چې څه پته پکې نه لګي، جهازونه پکې استعمال شي، دې ته نه ګوري چې دا ترهګر دي که نه دي، ترهګر کورونو ‏کې پټ شي بيا پته نه لګي چې دلته عام خلک دي که ترهګر دي".‏

د حکومت لخوا ويل شوي، د 'عزم استحکام 'عملیاتو مقصد د وړاندې نه د استخباراتي معلوماتو په اساس روان عملیات لا پسې متحرک کول دي.‏

بیان کې ویل شوي چې د دې عملیاتو موخه د ترهګرو د پاتې شويو باقیاتو موجودیت له مینځه وړل، او د جرمونو او ترهګرۍ د پیوستون له امله ددې د ‏سهولت کارانو او له تشدده ډک توند لاریتوب نوغی ویستل دي.‏

د قومي وطن پارټۍ صوبايي مشر سکندر شېرپاو وايي حکومت ته پکار دي چې د عزم استحکام عملياتو په اړه قامي يو والی راوستل شي.‏

‏"في الحال مونږ دا غواړو چې په پارليمان کې په دې بحث وشي، او څنګه چې د نېشنل اېکشن پلان نه مخکې ال پارټيز کانفرس شوی وو، او په هغې کې ‏ټولې پارټۍ په اعتماد کې واخستل شوې، او بيا يو ګام پورته کړی شو، هغسې پکار ده چې يو اتفاق رای جوړه کړی شي".‏

د دفاع وزیر خواجه اصف ویلې د دغو عملیاتو په اړه به په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې بحث وشي. نوموړي په لاهور کې یوې خبري غونډه کې ويلي، ‏‏"اپرېشن عزم استحکام" به د استخباراتو پربنیاد وي او د پخوانیو عملیاتو په څېر به څوک د کورونو څخه نه بې ځایه کیږي.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شریک کړي)‏

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG