لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د امریکا صدارتي ټاکنو کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې هیوادونه هم ارزښت لري


په پاکستان کې په سياسي او نړيوالو چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي د امريکې د راتلونکو ټاکنو دپاره د پاکستان او افغانستان په ګډون د دې منطقې هېوادونه ارزښت لري او صدارتي کانديدان به ضرور د سويلي اسيا، چين او روس په اړه د خپلو بحثونو او تګلارو په اساس صدارتي ټاکنو کې د کاميابۍ ترلاسه کولو هڅه کوي۔

په پاکستان کې ځيني څېړونکي وايي د ډيموکرېټک ګوند د کاندیدې او نایب صدرې کاملا هېرس د ډونلډ ټرمپ په مقابله کې له راتلو وروسته د صدراتي ټاکنو دپاره د اميدورانو پالېسۍ او مباحثې د کورني سياست پرځای په نړيوال سياست مرکوز شوي دي چې له امله يې د امريکا په تګلارو کې د پاکستان ترڅنګ د منطقې د نورو هېوادونو ارزښت سېوا شوی دی.

پېښور پوهنتون کې د امن او شخړو د مطالعې مرکز مشر او څېړونکی پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي ډیوه سره خبرو کې وایي" اوبامه او کاملا مهاجر امريکايان ګڼل کېږي نو د کاملا طاقت مهاجرين دي او چې ټرمپ په هغې ټکونه ګوي نو هغه نوره هم دې سره کمزورې کېږي نو د هغې وجې نه اوس هغه بهرنۍ تګلارې راخلي".

نوموړي زياته کړه چې کله څوک هم ټاکنې وګټي او واک ترلاسه کړي نو د امريکا ووټرانو او د پالېمان غړو ته دا يو اخلاقي مرسته ترلاسه ده چې بيا پارلېمان کې ترې تپوس کوي چې کوم منډېټ سره راغلی يې تا په کې څه کردار ادا کړو؟

څېړونکي وايي دواړه صدارتي اميدوران به دا هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې روانې شخړې، د روس او يوکرين جنګ، په منطقه کې د چين او روس د اثر رسوخ د مخنيوي ترڅنګ د پاکستان او افغانستان په موجوده حالاتو د بحثونو د لارې د زياتو ووټرانو مرسته ترلاسه کړي۔

ځيني څېړونکي په دې نظر دي چې که څه هم د تېرو 15 کالو راهېسې د امريکا په دې منطقه کې دلچسپي کمه شوې خو بيا هم د هندوستان دپاره به وروستيو تګلارو ته دوام ورکوي او دا چې د راتلونکو ټاکنو نتيجې د پاکستان په داخلي سياست اثر انداز کېدای شي.

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد ډیوه ته وایي، د پاکستان تحريک انصاف غړي فکر کوي که ډونلډ ټرمپ په اقتدار کې راغلی نو د تحريک انصاف مسلو کې به اسانۍ پېدا شي:

"بل طرف چې د دوی کوم مخالف قوت دی چې په حکومت کې دي يا اسټېبلشمنټ سره خلک دي د هغوی دا خواهش دی چې که کاملا هېرېس په واک کې راشي نو د هغې سره به د عمران خان حوالې سره په دوی پرېشر نه راځي".

څېړونکي وايي د امريکا له صدارتي ټاکنو وروسته چې څوک هم په اقتدار کې راځي په منطقه کې د چين او روس مخ په زياتېدونکي اثر رسوخ د مخينوي دپاره به پاکستان او افغانستان باندې د امريکا فشار ضرور سېوا کېږي.

پروفېسر ډاکټر جميل احمد چترالي وایي" د امريکا په ټاکنو کې د ټرمپ ګټل يا د کاملا هېرېس ګټل دا به د پاکستان، جنوبي اشيا او خاص کر د چين په سويلي اسيا په ترو يعنې ګوادر حوالې سره يا بي ار ايي حوالې سره او د روس د يوکرين او پولېنډ حوالې سره به په د دوی ډېر غټ اثرات وي".

د جولای په میاشت کې صدر جوبایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره د انتخاب نه لاس په سر شو او د ځان پر ځای يې د کاملا هېرېس نوم د صدارتي کاندې په توګه وړاندې کړو۔ ډېموکرېټېک ګوند زر د هغې د نامزدګۍ حمایت وکړو۔

امریکا کې په 5م نومبر کېدونکې صدارتي ټاکنه کې نوموړې د ډیموکریټک ګوند کانديده ده او ډانلډ ټرمپ د ري پبلکن ګوند له خوا پرله پسې په دریم ځل صدارتي اميدوار دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG