لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په توندروه ډلو نوي نومونه ږدل ترهګري نه شي ختمولی، ریاست به واضح تګلاره خپلوي


د پاکستان رياست که څه هم په وسله والو او سخت دريځه ډلو وخت په وخت بنديزونه لګوي او په دغو ډلو بیلابیل نومونه ږدي خو څېړونکي وايي چې د دغو ګامونو اخستو باوجود د هېواد په کچه سخت دريځي او بدامني سېوا کېږي .

څېړونکي د ناامنۍ اؤ سخت دریځۍ د کچې لوړېدو لوی علتونه د رياست له خوا په دې لړ کې د واضحه تګلارې فقدان او په رسياستي ادارو کې د سخت دريځه سوچ لرونکو شتون اؤ د هغوي په ضد اقدام نه کول بولي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت حافظ ګل بهادر ګروپ او مجيد بريګېډ وسله واله ډله د کالعدم ګرځولو شوو تنظيمونو په نوملړ کې شامل کړي دي۔

څېړونکي وايي په وسله والو ډلو له بندېز لګول کېدو وروسته د دغو ډلو پرضد قانوني اقدماتو ته لاره هوارېږي خو ترهګري ورسره نه شي ختمیدای۔

دوی وايي د ناامنۍ او سخت دريځۍ د مخنيوي دپاره په قامي تګلاره يا نېشنل اېکشن پلان عمل کول پکار دي کوم چې تر دې دمه په نظر نه راځي۔

پېښور پوهنتون کې د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مشر پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي د ترهګرۍ اؤ سخت دریځۍ قابو کولو لپاره ریاست تر اوسه پخپلو فیصلو کې کمزوري ښودلې ده.

هغه وایي د رياست دپاره خپل وضاحت کول ضروري دي چې هغه به جمهوري قوتونو تر شا ودرېږي،د رياستي ادارو سره به ودرېږي، پوليس به پياوړي کوي که نه د امن کمېټيو په زريعه به کار کوي.

هغه وایي ریاست باید واضحه کړي چې "زه به جمهوري قوتونه پياوړي کوم که هغه زوړ د ملا او پوځي اتحاد تګلارې سره به ځم، دا بنيادي سټرېتيجک فېصلې دي چې دې کې لا د پاکستان رياست کمزوري ښودلې ده او د هغې د وجې نه چې کوم کالعدم تنظيمونه دي هغوی د پابندۍ وروسته په نوي نوم راشي".

څېړونکي وايي مذهبي وسله والې ډلې د جنرل ضياالحق د دورې د "افغان جهاد" د پروسې پېداوار دی چې اوس هم په بېلا بېلو نومونو سره وجود لري او ملتپاله بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د اوږدې مودې راهسې په بلوچستان صوبه کې شتون لري۔

دوی وايي د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د مخنيوي دپاره ترڅو چې د رياستي ادارو دننه او بهر په موثره توګه ګامونه نه وي اخيستل شوي نو دا لړۍ به دوام لري۔

پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکی پروفیسر ډاکټر عرفان اشرف وایي تر څو چې د ریاست واکمن خلک د ریاست دننه هغه رقم اپرېشن نه کوي لکه څنګه چې یې د ریاست نه بهر خواهش لري نو تر هغې پاکستان کې د ترهګرۍ په ستونزه قابو نه شي موندل کیدای.

د ډاکټر عرفان اشرف په وینا "دا مه هېروئ چې د ترهګرۍ کوم لهر په دې هېواد کې راغلی نو د "افغان جهاد " د ورځو نه راغلی او هغه ډلې چې چا جوړولې هغه د رياست خپل خلک وو، هغه څه ترهګر تنظيمونه نه وو چې هلته نه راغلي وو".

څېړونکي وايي که څه هم په پاکستان کې په سخت دريځه او وسله والو ډلو بندېز لګول کېږي او مني لانډرنګ يا د تورو پېسو انتقال او رسد هم قابو کړل شوی دی خو د تل پاتي امن دپاره غېر رياستي عناصرو سره د پارلېمان دلارې مذاکرات کول مهم دي۔

د پروفېسر ډاکټر جميل احمد چترالي په وینا"د مذاکراتو په هکله چې کوم مشق د پاکستان تحريک انصاف د حکومت په تېر دور کې د ادارو د طرفه وشو هغې ته عوامي قبوليت هم حاصل نه و او کمی بېشی و پکې".

نوموړی وایي ،د دې مطلب دا دی چې مذاکرات واحد حل دی "خو مذاکرات د پارلېمان په ذريعه د مقامي قبايلي نظام په ذريعه که د ولس مذاکرات وشي او سياسي حکومت دې له مرسته ورکړي نو دا واحد حل دی چې دا سيمه او دا منطقه له دې حالته وځي".

پاکستان کې په وسله والو او جهادي تنظمونو لړ ګول شويو بندېزونو په هکله ډان ورځپانې تېره ورځ خپله اداریه کې ليکلي وؤ چې په لشکر جهنګوي وسله والې ډلې کال 2001 کې د جنرل پرويز مشرف په دور کې بندېز لګول شوی و او بيا په 2002 کې نورې 5 وسله والې ډلې هم کالعدم وګرځول شوې۔

اداريه زياتوي چې په تېرو 22 کالونو کې د کالعدم ګرځولو شويو تنظيمونو شمېره 81 ته رسېدلې ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG