لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان که د ترهګرۍ ستونزې ته بشپړ پام ونه کړي ترهګري به نوره تېزه شي


څيړونکي وايي پاکستان دا مهال د یو سخت سياسي کړکېچ سره مخ دی او که حکومت او امنيتي ادارو په ګډه د ترهګرې مسلې ته پام ونه کړو نو په راتلونکې کې په دې هیواد کې ترهګري نوره هم زياتېدای شي۔

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې غیر دولتي ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سټډيز (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې په هيواد کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او په دې کې ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

څېړونکي وایي چې رياست ته به د ترهګرۍ مخنيوي لپاره يوازې پوځي عملیات نه بلکې موثره تګلارې جوړول وي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سټډيز په تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د جولای په میاشت کې په پاکستان کي د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي.

رپورټ وايي، په دغو وسله والو بريدونو کې زيات په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي او په پنجاب صوبه کې يو بريد هم نه دی شوی.

د ترهګرۍ په پيښو کې دا اضافه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډله لاقانونه ګرځولې ده او ورسره يي ټي ټې پي په سرکاري دستاویزاتو کې د خوارجو د فتنې په نامه ياده کړې ده.

څيرونکې وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې دا اقدامات د حکومت غير سنجيدګي ښکاره کوي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سټډيز کارمند عبدالله خان وایي د حافظ ګل بهادر په نوم کومه وسله واله ډله نشته.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي حافظ ګل بهادر يو وسله وال کمانډر دی او ډله يي په څلور پينځوؤ برخو کې ويشل شوې ده.

د عبدالله خان په وینا د حافظ ګل بهادر په دغو څلور، پینځوؤ وسله والو ډلو کې يو دوه ډلې حملې کوي،"باید چې ډله په يو مخصوص نوم یاده شوې وای او بيا پرې بنديز لګول شوې وو خو حکومت صرف په حافظ ګل بهادر ډلې بنديز ولګوو، دا د حېرانۍ وړ خبره ده".

عبدالله خان وایي"داسې چې د ټي ټي پي د خوارجو د فتنې په نامه د یادولو کومه خبره ده نو دا ګام به هم په بلواسطه توګه ټي ټي پي ته ګټه رسوي، کله چې به هم چاودنه یا د ترهګرۍ کومه پېښه اوس کېږي نو د ټي ټي پي نوم به نه اخستل کیږي او داسې به يو عام تن ته څنګه پته لګي چې بم چاودنه چا کړې ده".

پاکستان کې د جولای په مياشت کې د ترهګرۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي، چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم د عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

څيړونکي څېړونکی تیمور خان ډیوه ته وایي،چې کله رياست پوځي عملیات کوي نو ډير په لويه شميره کې خلکو ته پکې زيان رسي او د خلکو له حقونو سرغړونې کيږي نو هم دا وجه ده چې خلکو کې د رياست په ضد نفرت زياتيږي.

هغه وایي که چرې رياست د هغه خلکو مسلې حل کړي، کار روزګار ورته برابر کړي، تعليم او نور سهوليات ورته ورکړي شي نو بيا له هغه خلکو سره هیڅ وجه نه پاتي کيږی چې د ترهګرو ډلو برخه جوړه شي.

د پيکس د شمېرو ترمخه، د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې په جولای کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي.

څيړونکي وايي پاکستان د سياسي کړکېچ سره مخ دی او که حکومت او امنيتي ادارو په
ګډه د ترهګرۍ مسلې ته پام ونه کړو نو په راتلونکې کې د ترهګري دا لړۍ نوره هم غځېدلی شي.

د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي "زما په خيال که زمونږ سياسي ډلې د امن و امان د پاره يو ځاې نه شوي او که زمونږ امنيتي ادارو که خپل کار ونه کړو او نورو کارونو کې بوختې پاتې شوې،لکه په سياست کې، نو دا حالات نور هم خرابېدای شي۔دا به نور هم سېوا کيږې، دې کې به شدت راځي، او په دې کې به پاکستاني خلکو ته ژوند ډير ګرانيږي".

د خېبر پښتونخوا د حکومت چارواکي وايي په صوبه کې امنيت ټينګ ساتل د دوي زمه واري ده او پوليس او د سي ډي ادارې به د ترهګرۍ ضد اولنۍ رول لوبوي.

خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی انور زیب خان ډیوه سره خبرو کې وایي:

"دا د صوبايي حکومت زمه واري ده، په دې اړه زمونږ باقاعده ميټنګ شوی دی، پوليس به هم مونږ سپورټ کوو، سي ټې ډي سره چې د وسلې کوم کمی دی يا د الاتو يا د ګاډو هغې کې به د هغوي صوبايي حکومت مرسته کوي، خو چې دلته کوم اپريشن کيږې دا به سي ټې ډي او پوليس کوي".

څيړونکي وايي د عزم استحکام د اعلان روستو د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملياتو لړۍ چټک شوې ده او امنيتي ادارې وخت په وخت د وسله والو په نښه کولو دعوې کوي۔

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د ترهګرۍ د زياتو شو پېښو په ځواب کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د جولای په میاشت کې لږ تر لږه 50 وسله وال وژلي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG