لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي په ډيورنډ کرښه سېوا شوې نښتې د ولسونو په ژوند بدې اغېزې کوي


څېړونکي وایي په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدیخوا د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د ځواکونو تر منځ نښتې سیوا شوي اؤ ددې تاو تریخوالي بدې اغېزې په دواړو هیوادونو کیږي.

په تېرو دریوؤ کالو کې د ډيورنډ په کرښه چمن - سپين بولدک، تورخم اؤ کورمه کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتونکو تر منځ ګڼ شمیر نښتې شوي اؤ ددغو نښتو له امله زیاتره وخت د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي لارې هم تړلې پاتې شوې دي.

څېړونکی اؤ ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي په ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو د ځواکونو تر منځ د نښتو بدې اغېزې د پولې دواړو غاړو ته د پرتو عامو ولسونو په ژوند کیږي.

هغه وایي"د دې اغېزې به په خلکو څه وي؟ نو تاسو دا مه هېروئ چې په تاريخي توګه د پاکستان د دوؤ صوبو بلوچستان او پښتونخوا معاش د دې لارو سره تړلی دی کومې چې دواړو خواؤ ته خلک سره سره خپلو کې پيوست کوي".

د ښاغلي اشرف په خبره"دا يوازې پښتانه نه دي بلکې دې سره بلوچ هم دي کوم چې د لارو په وجه ګټې ترلاسه کوي او خپل ژوند ژواک يې روان کړی او د خپلو کورونو د ساتنې او پالنې د پاره يې کاروي".

د رسنيو د رپورټونو ترمخه، د سپټمبر په ۱۹مه افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو په غلام خان پوله، د سپټمبر په ۰۸مه د کورمې په شورکو، د اګست په ۱۲مه په تورخم، د روان کال د مئ په ۱۸مه په خرلاڅي پوله او هم دغه ډول په نورو پولو هم نښتې شوي دي.

څېړونکي وايي د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمېنځه نښتې هم د دواړو هېوادونو په اقتصاد، امنيتي وضعه، دوه اړخيزه تجارت او نورو اړخونو تاثير لري.

خبريال شمس مومند ډيوه سره خبرو کې وایي" زه به دا ووايم چې بيا افغانستان او پاکستان کې چې به کوم هیواد ډېر متاثره کېږې نو هغه افغانستان دی ولې چې د دې درې وجې دي اول دا چې افغانستان ډېروړوکی ملک دی، بله دا چې افغانستان د پاکستان په پرتله په اقتصادي او سياسي توګه ډېر کمزوری ملک دئ".

د نوموړي په خبره "څلورمه خبره دا ده چې د افغانستان ټرانزټ تجارت ټول د پاکستان د لارې دی نو ښکاره خبره ده چې د دې تاثير به د افغانستان په ولس زيات وي چې هر وخت په سرحدونو دغه نښتې او لانجې روانې وي".

د پاکستان پوځ او افغان طالبانو په دې روستيو کې څو وارې په سرحدونو د نښتو د پېل تورونه په يو بل لګولي دي.

څېړونکي وايي د افغان طالبانو ترڅنګ په سرحدي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال هم پاکستاني ځواکونو سره په نښتو کې بوخت دي.

ډاکټر عرفان اشرف وایي "له بده مرغه په دې وخت کې چې د پولې په سټريټجک حصه باندې د کومو قوتونو قبضه ده نو هغه هومره يې د دې نه پيداوار او ګټه ده او د دې په اساس هغه قوتونه خپل وګړي يا وسله وال په دې ساتي".

ډاکټر اشرف وایي "دا يوازې د پښتنو سيمې نه دي بلکې د بلوچلو تفتان اړخ نه چې د ايران سره پرې تجارت کېږي او دلته خرلاچي او بلوچستان پورې او دې سره په پښتنو سيمو کې پولو باندې د تور معاش يا بلېک اکانومي قابضه ده او په دې کې څوک ټېکس حکومت ته نه ورکوي چې د خلکو په پرمختګ ولګول شي".

نوموړی وایي "زه دا وېل غواړم چې يو پلو خو دا يو نظام جوړ دی چې دا لارې پرانستل کېدو ته نه پرېږدي او هلته د امنيت وضعه خرابوي چې دواړو خواؤ ته خلک له یو بلا جلا وساتي او تجارت ونه کړي او غږ اوچت نه کړې چې امن په دې سيمه کې د خلکو د پاره څومره مهم دی".

ډاکټر عرفان اشرف وایي که په ځينو وختونو کې پولو ته څېرمه سیمو کې امن ښه کېږې نو هم هغوی [د پاکستان پوځ اؤ افغان طالبان] هڅې کوي چې هلته کې چاودنه وکړي او داسې چارې او بريدونه پېل کړي چې د هغې د لاسه لارې بيا بندې شي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت دا تورونه رد کړي چې ګنې په سیمه کې د بدامنۍ په بهیر کې لاس لري اؤ وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړې دي.

څېړونکي وايي په سرحدونو نښتو کې شدت د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته راغلی او د دې کشالې د هوارولو د پاره که په سفارتي توګه هڅې وشي نو په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېدای شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG