لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان دې د ترهګرۍ خلاف خپلې تګلارې ته بیا کتنه وکړي


Marwat Qaumi Jirga Opposes Army Operation in Lakki Marwat.
Marwat Qaumi Jirga Opposes Army Operation in Lakki Marwat.

د خېبر پختونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې په بم چاودنه کې د پاکستان د پوځ د یو افسر په شمول د اووه عسکرو د وژل کېدو نه پس حکومت د ترهه ګرۍ خلاف مبارزه د جاري ساتلو لوظ کړی خو څیړونکي وایي پاکستان د ډیر وخت راهسې د ترهه ګرو ضد عملیاتو کې بوخت دی خو بیا هم ترهګري نه ختمېږي نو پکاره ده چې پاکستان ته د ترهګرۍ خلاف تګلاره کې بدلون وکړي.

په لکي مروت کې د ترهګرۍ د پیښې نه پس د پاکستان مرکزي او د خېبر پښتونخوا حکومتونو اؤ پوځ د سخت غبرګون اظهار کړی دی او ویلي يې دي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ ته به دوام ورکوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار مشر دعوه کړې وه چې د ترهه ګرو پرضد هره ورځ‌ قریبا ً د اتیاو نه تر سلو پورې عملیات کېږي..

څېړونکی حق نواز خان وايي د ترهګرۍ په ضد د پاکستان په تګلاره کې د هم اهنګۍ کمی دی نو ځکه حالات نه دي بدل شوي. هغه ګڼي چې حالاتو د نه بدلېدو لویه وجه دا ده چې تراوسه د پاکستان ریاست د ترهه ګرۍ پرضد څه کوټلې پالیسي نه ده خپله کړې، سیاسي ګوندونه هم په دې مسله تقسیم دي اؤ د جامعې تګلارې د نشتوالي له وجې ېو ځل بیا د امنیت هغه حالات جوړ شوې دي چې کال دوه زره پنځلس کې وو.

په کال کال دوه زره یویشتم کې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول نو پاکستان يې په ظاهره هرکلی کړی و خو په سرکاري توګه یې د طالبانو حکومت تراوسه نه دی منلې او وايي په پاکستان کې ترهګرۍ په افغانستان کې مېشته د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال کوي. افغان دا خبره ردوي، وايي هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاور د بل ملک خلاف د ترهګرۍ دپاره استعمال کړي. افغان طالبان وایي په پاکستان کې ترهګري د هېواد خپله مسله ده.

د افغانستان په چارو نظر ساتونکی خبریال مشتاق یوسفزی وايي کله چې په افغانستان کې د طآلبانو حکومت جوړ شو نو د پاکستان اميد پېدا شوی و د دې سره به په پاکستان کې ترهګري کمه شي خو داسې ونه شول او د افغان طالبانو د بیا واکمېندو وروسته په پاکستان کې ترهګري زیاته شوه.

د امنیت په موضوع کارکوونکي د څېړنې غېر سرکاري ادارو د رپورټونو ترمخه، سږ کال په پاکستان کې ترهګري زیاته شوې او د ترهګرۍ د ټولو نه زیاتې پېښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې رپورت شوې دي او وسله وال لی هدفونه په نخښه کوي.

څېړونکي حق نواز خان وايي ټي ټي پي هم د افغان طالبانو دا تګلاره خپله کړې ده چې کله به د افغان طالبانو په حملو کې عام خلق وژل کیدل نو داسې پېښې به يې نه منلې ځکه چې بیا به ورباندې هم خیاله خقلو هم تنقید کولو.

حق نواز خان وايي پاکستان کې چې کله په پولیو ټیمونو بریدونه کیږي نو دا ترهه ګر تنظیمونه وایې د دوي هدف پولیو ټیم نه خو بلکې د پولیو ټیم په سیکورټي مامور پولیس وو. هغه زیاتوي چې په لویو هدفونو او یا په امنیتي ځواکونو د حملو یو لوی سبب دا هم دی چې داسې تنظیمونه په ریاست فشار آچول غواړي.

تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې د پاکستان په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې په کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي.

‎همدا شان د پاکستان پوځ هم تېره میاشت په بیلابیلو علمیاتو کې د شلګونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې سږ کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13135 عملیات کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG