لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان په تمو پوره نه دي ختلي


په دې تصویر کې د طالبانو نایب وزیراعظم ملا عبدالغني بردار د پاکستان
سره ویني پخواني دفاع وزیر خواجه اصف
په دې تصویر کې د طالبانو نایب وزیراعظم ملا عبدالغني بردار د پاکستان سره ویني پخواني دفاع وزیر خواجه اصف

څېړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په حکومت د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله د غربي هيوادونو اثر ډېر ښکاري ځکه چې هغوی ورسره مالي مرستې کوي.

د څيړونکو په وينا، په اوله کې د پاکستان پوهانو او خبريالانو ګڼله چې افغان طالبان به د پاکستان په ګټه تماميږي او چې کومې تمې ترې پاکستان لري نو هغه به هم پوره شي خو داسې ونه شوه.

څيړونکي وايي پاکستان چې د طالبانو نه کومې تمې لرلې تر اوسه لا نه دي پوره شوې بلکې د پاکستان مشکل نور هم سېوا شوی دی.

د څيړونکو په خبره، پاکستان د افغان طالبانو بريا لمانځلې وه او خوشحالي يې پرې ښکاره کړې وه خو دې نه پس هم هغوی نه تمه لرل خپل ځان تېرايستل دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان وي او اې ډيوه ته وويل بايد ځينې خلک افغان طالبانو نه تمه ونه لري او که تمه لري نو بايد افغان اولس ترې تمه ولري.

هغه وايي په اول سر کې پاکستان کې خلکو او پوهانو په خپلو تجزيو کې ويلي وو چې دا هغه زاړه طالبان نه دي او اوس ډېر بدل شوي خو تاسو وليدل چې هم هغه پاليسۍ يې دي کومې يې چې د نوي په لسيزه کې وې.

نوموړي ووېل طالبان د دې پرواه نه ساتي چې څوک ترې څه تمه لري د هغوی دغه يو مقصد او ايجنډه ده چې په افغانستان کې افغانيت او تاريخ ختم کړي او د مذهب په اساس يو نوی افغانستان جوړ کړي.

د طالبانو په افغانستان د واکمنېدو د دوه کاله پوره کېدو وروسته هم تراوسه پورې طالبان د نړۍ يو هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

څيړونکي وايي پاکستان ګڼله د طالبانو د راتګ سره سم به په افغانستان کې وسله والې ډلې د هغوی د لاس لاندې راشي خو داسې ونه شوه.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاذ ډاکټر خورشيد خان وي او اې ډيوه ته وويل پاکستان تمه لرله چې په هېواد کې کومه ترهګري روانه ده د هغې مخنيوی به وشي، د هند کردار دې په منطقه او خصوصي توګه په افغانستان کې کم شي او بله دا چې کومې پروژې د سي پېک لاندې روانې دي هغه دې د افغانستان د لارې د مينځنۍ ايشيا هېوادونو ته وغځول شي.

ډاکټر خورشيد زياتوي پاکستان غوښتله چې "په افغانستان کې حکومت دې دوی ته ډېر نزدې وي او د پاکستان مخالف نه وي او هغه خاوره د پاکستان په ضد ونه کارول شي خو دا يو کار هم ونه شو او مونږ وليدل چې دلته ترهګري زياته شوه".

څېړونکي وايي پاکستان تمه لرله افغان طالبان به د کشمير په شخړه کې فعاله کردار ولوبوي، د سي پېک پروژه به د افغانستان د لارې نورو منځينيو ايشيايي هېوادونو ته وغځيږي او د پاکستان اقتصادي اړيکې به هم د مينځنۍ ايشيا هېوادونو سره نورې ښې شي.

د سيمه ايیزو زده کړو د څانګې استاذ ډاکټرمحمد شفيع اپريدي وي او اې ډېوه ته وويل، افغانستان يو ازاد هېواد دی او که مونږ دا غواړو چې څه مو خوښه وي هغه به وشي نو داسې ممکنه نه ده ځکه د هغوی بيانونو نه دا ثابتول غواړي چې مونږ ازاد يو.

نوموړی وايي "کومه تمه چې پاکستان د افغان طالبانو حکومت نه لرله هغه خو تراوسه پورې نه ده پوره شوې".

څېړونکي وايي داسې نه ښکاري چې ګنې د افغان طالبانو بهرنۍ پاليسي د پاکستان د اثر لاندې ده ځکه چې هغوی په دې وخت کې د خپلو اقتصادي ګټو په اساس بهرنيو هېوادونو سره اړيکې پياوړې کوي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG