تېره ورځ د سوات په مدین سیمه کې د مذهب د سپکاوي په نوم د یو تن له وژل کېدو وروسته څېړونکي وایي چې دا رقم پېښې د سوات د سېلګرۍ صنعت متاثره کولی شي.
څيړونکي وايي د خېبر پښتونخوا د سوات سيمه د سېلګرۍ او مېلمه پالنې د پاره مشهوره ده اؤ دغلته له دې وړاندې کله هم د مذهب د سپکاوي په نوم داسې پېښه نه ده شوې خو د زيارت د ورځې له پېښې وروسته د سوات دغه د ښایست او مېلمه پالنې څېرې ته زيان رسولی شي۔
سوات په خېبر پښتونخوا کې د سېلګرۍ يو مهم مرکز دی، دې ته د پاکستان سويزر لېنډ هم وېلې کيږي۔ دغلته د لوړو دنګو غرونو، ځنګلونو، او قدرتي ښکلاګانو نه د خوندونو اخستو لپاره د پاکستان او د نړۍ د نورو برخو نه سېلګري ورځي۔
په تېرو وختونو کې دا سیمه د تندروه طالبانو یو مضبوط مرکز پاتې شوی ؤ اؤ بیا چې کله په کال ۲۰۰۷م کې پوځ دغلته د وسله والو په ضد پراخه عملیات وکړل نو د سوات په لکونو کورنۍ له خپلو سیمو کډوالې شوې اؤ ددغه سیمې ټولې څانګې تر اوږدې مودې ددغو عملیاتو اؤ ترهګرۍ د اثراتو سره مخ وې اؤ خلک له ورتللو ویریدل.
تر هغې وروسته د کال ۲۰۱۰م سیلاب سوات وځپلو اؤ سړکونه ، پلونه ، د بجلۍ اؤ ټيلي فون ستنې یې په سېلاب لاهو شوې اؤ لا هم ددغه سیلاب د بشپړ اثراتو نه د سوات د سېلګرۍ سیمې وتلې نه وې چې اوس پکې د مذهب د سپکاوي په نوم د یو تن د وژلو پېښه رامنځته شوه اؤ څېړونکي دا د سوات لپاره یوه بله سانحه بولي.
په دې غټ اختر کې هم ګڼ شمېر سيلګري د سوات په لور ورغلي وو، چې يو پکې د پنجاب دسيالکوټ اوسېدونکی هم و او د زيارت په ماسخوتن د مذهب د سپکاوي په تور دغه سېلګر په مدین سیمه کې د قهرجنو مظاهره چیانو لخوا د مذهب د سپکاوي په تور ووژل شو.
د سوات یو ټولنیز فعال ابن یامین وي او ای ډیوه ته وایي،" د سوات خلک امن خوښي دي ، جګړه نه کوي، تاريخ د دې خبرې ګواه دی چې دوي ټول عمر د رياست سره ولاړ پاټط شوي دي،والي سوات سره هم ډير په پرامنه توګه ولاړ وو، د پاکستان رياست سره هم ولاړ دي، خو سوالونه پېدا کېږي چې د سوات خلک څنګه داسې په يو ځل راپاڅېدل، ايا دا دوي د قران شريف د بې حرمتۍ د وجې راپاڅېدل او که نه د دې تر شا کوم طاقتونه وو چې دا خلک يې راګرم کړي دي"
څيړونکي وايي په سوات کې د شريعت محمدي په نوم تحريک او بيا په کال دوه زره شپږم اووم کې د تحريک طالبان پاکستان راتګ سره دغه سيمه کې مذهبي تندروي زياته شوه او د دغه سيمي پرامنه او د مېلمه پالنې څېرې ته يې زيان ورسولو.
خو د څېړونکو په وینا بيا د پوځي عملياتو په نتیجه کې دې سیمې نه وسله وال ختم کړی شول او خلک يو ځل بيا عادي ژوند پله تلي وو خو د سخت دريځۍ هغه اثرات اوس هم په څه نه شکل کې څرګنديږي۔
د بشري حقونو د نړيوال نتظيم د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کال ۱۹۹۰ نه تر کال ۲۰۲۳م پورې د مذهب د سپکاوي په تور ۶۵ تنان وژل شوي دي۔
په دې وروستيو کې دغسې پېښې په کراچۍ، لاهور،او فېصل اباد کې مخې ته راغلي دي.
څېړونکی اؤ خبریال شاه رضا شاه وایي"په تېرو څلويښتو ،پنځوسو کالو کې چې د پاکستان د رياست کومې پاليسۍ پاتې شوې دي، دا د هغه پاليسيو نتيجه ده، چې قوم يې هم تقسيم کړو، د مذهب په نوم انتها پسندي راپېدا شوه، تر دې چې په هره خبره کې انتها پسندي راپېدا شوه او د ټولنې نه برداشت ختم شو"
څيړونکي وايي سوات کې تندلاریتوب د دغه سيمي د ښکلا نه سېلګري لري باسلی شي اؤ بايد چې حکومت د داسې پېښو مخه ونیسي او د دې وروستۍ پېښې پلټنې وکړي.
Forum