د پاکستان سیند ایالت څخه د روان کال په مهال د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په وړومبیو دوؤ میاشتو کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره شپږو ته رسېدلې ده.
د پاکستان د روغتیاد قامي ادارې ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ د پولیو ددې تازه پېښې پخلی کړی اؤ وایي چې د سیند ایالت په ټټه سیمه کې د شپږو میاشتو یو ماشوم ته پولیو وایرس ورپورې شوي دي.
د پاکستان د پولیو پروګرام له مخې سږکال د سیند ایالت څخه مخې ته راغلې د پولیو دا څلورمه پېښه ده اؤ یوه ، یوه پېښه په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبه کې هم مخې ته راغلې ده.
تر دې وړاندې تېره اونۍ د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وؤ، تازه د سيند صوبې په قمبر ضلعه او د پنجاب په منډي بهاوالدين سیمه کې د پولیو دوه تازه پېښې رپوټ شوې دي.
پاکستان کې تېر کال د پوليو په رپورټ شوو 74 پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې وې، سيند صوبه کې 23، خېبرپښتونخوا کې 22، پنجا او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.
پاکستان کې د کلونو راهسې د پوليو وايرس شتون لري او پرله پسې د دغو وايرسو څخه د ماشومانو اغېزمنېدو خبرونه مخې ته راځي.
نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس موجود دي.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum