لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیراعظم د کارګل جنګ دستورې ته وايي پاکستان د تاریخ نه هېڅ زدکړه نه ده کړې


هندي وریراعظم وویل "د ترهګرو سرپرستو" ته وېل غواړي چې ناپاکې منصوبې به يې کامیابېدو ته نه پرېږدي او "زمونږ جانباز به يې په پوره طاقت چقوي، دښمن ته به خوله ماتی جواب ورکول کېږي."
هندي وریراعظم وویل "د ترهګرو سرپرستو" ته وېل غواړي چې ناپاکې منصوبې به يې کامیابېدو ته نه پرېږدي او "زمونږ جانباز به يې په پوره طاقت چقوي، دښمن ته به خوله ماتی جواب ورکول کېږي."

د پاکستان او د هندوستان ترمنځ د کارګل په غرونو کې د چنګ ۲۵ کاله پوره شوو او واړه ملکونه په دې جنګ کې د کامیابۍ دعوېدار دي.

د هند وزیراعظم نرېندره مودي د جمعې په ورځ په کارګل کې په جنګ کې د وژل شویو هندي عسکرو په یادګار یې حاضري ورکړه او یوې دستورې ته يې خطاب وکړو.

مودې دستورې ته وویل د کارګل جنګ نه دا سبق اخیستل کېږي چې د ریاست د تحفظ دپاره قرباني همېشه دپاره یادېږي او پېړۍ تېرې شي مګر د هغو کسانو نومونه یادولی شي چې د ریاست دپاره يې د خپل ځان قرباني ورکړي.

هغه وویل د کارګل د جنګ په مهال هندونستان د امن کوښښونه کول خو پاکستان یو ځل بیا خپل مخ وښودلو خو د مودي په قول د تاریخ په مخکې ترهګرو ماتی وخړو.

هندي وزیراعظم وویل پاکستان چې په تېرو وختونو کې څومره اقدامات هم کړي دي ماتی يې په کې خوړلی دی خو پاکستان د خپل تاریخ نه سبق نه دی زدکړی او د ترهګرو په ملاتړ خپل ځان د مضبوطولو کوښښ کوي.

هند او پاکستان د کال ۱۹۹۹ د می او جولای د میاشت ترمنځ ورځو کې د کشمیر په کارګل ضلع او په ځینو نورو علاقو کې محدود جنګ وکړو.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د کارګل د غرونو په څوکو چې اکثر په واورو کې پټې وي هندي خواکونو به چې موسم ښه و نه قبضه وکړه او په موسم کې د شدت په مهال به يې د غرونو څوکې پرېښودې او مېداني علاقو ته به يې تګ وکړو.

د کال ۱۹۹۹ د فېبرورۍ په شروع کې هندي ځواکونه د کارګل غرونو ته لا بېرته ته وو تللي چې د پاکستاني پوځ نادرن لایټ انفېنټري (اېن اېل ایي) او د پاکستان په قول مجاهدین د کارګل په غرونو قبضه وکړه. هندي پوځ او استخباراتي ادارو ته د کارګل په غرونو د پاکستان د قبضې علم نه و.

خو د ګرمۍ په موسم کې چې د پاکستان د دغه مهم جويي علم وشو نو قبضې د ختمولو دپاره د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ شدید جنګ شروع شو. هندي پوځ په کې د هوايي ځواکونو استعمال هم وکړو.

د جمعې په ورځ د کارګل جنګ دستوري ته خطاب کې مودي وویل نن د هغه ځای څخه وېنا کوي د هغه په قول د "ترهګرۍ اقاګان" د هغه اواز نېغ په نېغه اورېدلی شي.

هندي وریراعظم وویل "د ترهګرو سرپرستو" ته وېل غواړي چې ناپاکې منصوبې به يې کامیابېدو ته نه پرېږدي او "زمونږ جانباز به يې په پوره طاقت چقوي، دښمن ته به خوله ماتی جواب ورکول کېږي."

په کارګل کې د دریو میاشتو د جنګ وروسته هندوستان د کال ۱۹۹۹ د جولای د میاشت په ۲۶ نېټه د ایرېشن وجی د کامیابۍ او د خپل پوځ د فتح اعلان وکړو.

پاکستان خلاف د خپل بریا په لړ کې هند د جولای په ۲۶ نېټه کارګل وجی ديواس لمانځي.

په پاکستان کې د ځینو تجزیه کارانو دا وېنا ده چې پاکستان د کارګل جنګ بېللی نه دی بلکې د سفارتي دباو په نتیجه کې يې د محاذ نه خپل ځواکونه ستانه کړي وو. د څېړونکو په قول د پاکستان سیاسي حکومت او د پوځ ترمنځ هم اهنګي نه وه او د دواړو د خرابو تعلقاتو اثر د کارګل په مهم هم وغورځېدو او نتیجه يې دا ووتله چې د امریکې صدر بېل کلېنټن په فشار پاکستان د کارګل نه خپل پوځ بېرته راووغوښتلو.

د ځینو تجزیه کارانو دا وېنا ده چې کارګل نه د پاکستان بیانیې ته نقصان رسېدلی دی ځکه چې په مغربي دنیا دا د پاکستان مېس اېډوېنچر یا ناکامه مهم بلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG