د امریکې په ډېرو برخو کې د یکشنبې- اتوار په ورځ د ژمي یخني وه او د سختو بارانونو له امله په کېنټکي ایالت کې شدید سېلابونه راغلل چې په نتیجه کې یې په جنوب ختیځه برخه کې لږ تر لږه 9 کسان مړه شوي دي. یواځې اته تنه په کېنټکي ایالت کې مړه شوي دي.
د موسمیاتو د ادارې د معلوماتو له مخې د امریکې شمالي میدانونه له مرګونې سړې هوا سره مخ شول او د جورجیا او فلوریډا په ځینو برخو کې د طوفان څپې راغلې دي.
د کېنټکي ایالت د کاونټۍ یوه چارواکي رسنیو ته وویل، یوه مور او د هغې اووه کلن ماشوم هغه وخت مړه شول چې موټر یې په هارټ کاونټۍ کې د سېلاب اوبو یووړ.
د هارټ کاونټي یو چارواکي ټوني رابرټس وویل، دواړه د شنبې- خالي په شپه په بوني ویل کمیونیټي کې مړه شوي دي.
د دې کاونټۍ د بیړني چارو د ادارې مرستیال مشر ریویل بیري وویل، په سوېل ختیځ کېنټکي کې هم یو 73 کلن سړی په کلې کاونټۍ کې د سېلاب په اوبو کې مړ وموندل شو.
د کېنټکي ایالت ګورنر انډي بیشیر د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل چې صدر ټرمپ د قدرتي آفتونو په تړاو له خلکو سره د مرستې لپاره د هغه درخواست منظور کړی دی.
د امریکې د موسمیاتو د ملي ادارې یو اعلی پېشګویي کوونکي باب اوراویک وویل، د کېنټکي او ټینیسي په ځینو برخو کې د شنبې- خالي او یکشنبې- اتوار په ورځو د توفانونو په مهال تر شپږ انچو (15 سنټي میټر) پورې باران شوی دی.
ښاغلي اوراویک د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، "اغېزې به یې تر څه وخت پورې دوام وکړي، ځکه چې ډېر خوړونه او ډېر سیلابونه لا روان دي. هر کله چې سیلاب راشي کېدای شي د باران په نسبت زیات وخت دوام وکړي."
د ایټلانټا ایالت د اور وژنې د ادارې مشر سکاټ پاول وایي، په ایټلانټا کې هم د یکشنبې- اتوار په سهار یو کس هغه وخت مړ شو کله چې په یوه کور کې "ډېره لویه ونه" راولوېده. هغه خبریالانو ته وویل 911 ته له فون کولو وروسته د ژغورنې کسان د سهار له پینځو بجو مخکې د پېښې ځای ته ولېږل شول.
د امریکې په شمالي میدانونو کې هم د زیات یخ اټکل شوی چې ویل کېږي د کېنېډا پولې ته په نیزدې سیمو کې به د تودوخې درجې منفي 30 درجې ته ټیټه شي. په ساوت او نارت ډیکوټا او مېنیسوټا کې هم د خطرناک یخ اټکل شوی چې تمه کېږي د تودوخې درجه به یې د منفي 40 او منفي 50 تر منځ وي.
د نیوانګلېنډ او شمالي نیویارک په ځینو برخو کې د درنو واورو اټکل شوی دی. د موسمیاتو د ادارې په وینا په ځینو سیمو کې کېدای شي د باد رفتار د یوې ګنټې په حساب شاوخوا 97 کیلومیټره تېز وي چې ممکن "خطرناک حالت" پېښ کړي.
په کېنټکي کې موټر او ودانۍ په اوبو کې ډوب شوي او په ویرجینیا ایالت کې د خټو ښویېدنې د شنبې- خالي له ورځې تر یکشنبې- اتوار پورې سړکونه بند کړل.
د دغو دوو ایالتونو په ګډون په ټېنیسي او ارکنساس کې هم د سېلاب خبرداری ورکړل شوی چې له کبله یې د موسمیاتو د ادارې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له سړکونو لرې پاته شي.
د کېنټکي په ځینو برخو کې د یکشنبې- اتوار په سهار د زیات یخ له کبله ګڼ بارانونه په واورو بدل شوي دي.
د کېنټکي ګورنر انډي بیشیر په کېنټکي کې تر توفانونو مخکې بیړنی حالت اعلان کړی ځکه چې په دې ایالت کې د یکشنبې- اتوار په ورځ د سېلاب تمه کېده. بیشیر د یکشنبې- اتوار په سهار د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې وویل:
"پراخ سېلاب دوام لري". هغه وویل چې له سیلاب ځپلو سیمو د خلکو ایستل د یکشنبې- اتوار په ورځ دوام لري.
په جیکسن ښار کې «کېنټکي ریور» طبي مرکز وویل خپله بیړنۍ څانګه یې بنده کړه او ټول ناروغان یې په سیمه کې دوو نورو روغتونونو ته ولېږدول. روغتون وویل د یکشنبې- اوار په سهار به بیا د حالاتو ارزونه وکړي چې معلومه کړي کله په خوندي ډول بیرته پرانیستل کېدای شي.
Forum