د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بريد کې د ملېشې ځواک دوه عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی. په بنو کې امنيتي ځواکونو دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي دا د پخوانۍ نيمې سیمې وزير سب ډويژن په بارن ډېم کې شوې ده.
امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي وسله وال برید کې د ملیشې ځواک دوه عسکر شرافت علي او سېف الله وژل شوي او یو بل عسکر شبیر ژوبل شوی، او په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته منتقل کړل شوی دی.
د روغتون سرچینې د هغه حالت مرګونی یادوي.
د سرچینو تر مخه وسله والو د شپې ناوخته د امنیتي عسکرو په پوسته برید کړی دی.
ځايي چارواکي وايي ټوله سیمه یې په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
په سمدستي توګه د دې برید زمه واري چا نه ده منلې، خو له دې وړاندې چې په وروستيو کې په بنو او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي په هغو کې د زياترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د فرورۍ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو بلوچستان صوبه کې زياتې شوي او په ملک کې د امنيت مجموعي صورتحال د جنورۍ څخه بدل نه وو.
پيکس د فرورۍ په میاشت کې ترسره شوو حملو او ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ويلي، په ټول ملک کې ترسره شوو 97 حملو کې 87 کسان وژل شوي او 118 ژوبل شوي دي، په جنورۍ کې په 93 حملو کې 90 کسان وژل شوي او 135 ژوبل شوي وو.
پيکس ويلي، فرورۍ کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې کمې شوي دي. بلوچستان کې د جنورۍ په مقابله کې په فرورۍ کې وسله وال بريدونه 72 فيصده سېوا شوي وو.
ویل شوي، بلوچستان کې د فرورۍ په میاشت کې 57 حملې شوي 42 کسان پکې وژل شوي او 72 ژوبل شوي، په جنورۍ کې په 33 حملو کې 31 کسان وژل شوي وو.
د فرورۍ په 29مه بنو کې وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی وو پکې یو پولیس عسکر وژل شوی وو.
د مارچ په دریمه بنو سره په پوله کرک ضلعه کې د پاکستان پوځ عملیاتو پر مهال د درې وسله والو و وژل دعوه کړې وه.
Forum