لاس رسیدونکی لینک

 
د جنورۍ 27مه د هولوکاسټ یا یهودیانو نسل وژنې د نړیوالې یادونې ورځ
تازه خبر

د جنورۍ 27مه د هولوکاسټ یا یهودیانو نسل وژنې د نړیوالې یادونې ورځ


شاوخوا 50 ژوندي پاتې شوو کسانو او د نړۍ لسګونو مشرانو د ګل، دوشنبې په ورځ په پولېنډ کې د اشویټز-برکیناو د کنسنټرېشن یا حراستي کېمپ کې په هغه یادګاري دستورو کې برخه اخیستې چې په دویم نړیوال جنګ کې د شوروي اتحاد پوځ په مرسته ازاد یا ژغورل کېدو 80 مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې وې.

د جنورۍ 27 مه په ټوله نړۍ کې د هولوکاسټ یا یهودیانو د نسل وژنې د یادونې ورځې په توګه لمانځل کیږي. په هولوکاست کې شپږ میلینه خلک ووژل شول کله چې نازي جرمنیانو د یهودانو نسل له منځه وړلو هڅه وکړه.

د " ډیت ګیټ " یا مرګ دروازې مخې ته چې د یو میلین نه ډیر یهودیان او نور بندیان پکې وژل شوي وو، ژوندي پاتې شوي کسان او د نړۍ مختلف هېوادونو مشران او استازي په یوه ګرمه خیمې کې راټول شوي وو.

دوی د اشویټز-برکیناو د کنسنټرېشن کېمپ د شاوخوا 1.1 میلینه وژل شوو خلکو په یاد کې شمعې بلې کړې او د ګلونو ګېډۍ یې کېښودې.

د 1945 کال د جنورۍ په 27 مه د شوروي اتحاد سره پوځ پوځیانو اشویټز کېمپ ازاد کړو، چې د نازیانو نسل وژنې په شپږو کېمپونو کې تر ټولو لوی وو.

په صنعتي پیمانه د خلکو وژل، چې په هاسټلونو، ګېس چېمبرز ، کرېمېټوریا (هغه ځای چې د مړ شوي تن مړی پکې سوځول کیږي) هدیرو او ډله ییزو قبرونو خپور وو. د یو داسې حکومت مشینري او سامان چې د ټول یهودي نسل د منځه وړلو لپاره جوړ شوي وو. په څلور نیمو کلونو کې ترسره شوې نسل وژنه ، چې ډیره په تفصیل سره پلان شوې او عمل ورباندې شوی وو.

د اندازی تر مخې په اشویټز-برکیناو کېمپ کې شاوخوا 1.1 میلینه خلک وژل شوي چې شاوخوا 960,000 یهودیان وو. پولز ، روما، همجنس بازان، د شوروي اتحاد جنګی قیدیان او نور قامونه هم په زرګونو شمېر کې ووژل شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG