د چېمپینز ټرافۍ په څلورمه سیالۍ کې د اسټریلیا لخوا د چېمپینز ټرافۍ د تاریخ تر لوړ د 352 منډو ورکړل شوی هدف د انګلینډ لوبډلې د بین ډکټ د غوره لوبې له امله دوه اوورونه مخکې ترلاسه کړی اؤ یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
د خالي- شنبې په ورځ د لاهور قذافي سټیډیوم کې ترسره شوې دې سیالۍ کې انګلینډ د بین ډکټ د 165 منډو په مرسته په ټاکل شویو 50 اورونو کې د چیمپینز ټرافۍ تر ټولو زیاتې 351 منډې جوړې کړې.
خو اسټرالیا د جوش انګلس د زړه پورې سلیزې په مټ یوازې 48 اورونو کې د 5 ویکټو په تاوان 352 منډې پوره کړې او نوې تاریخ یې رقم کړو.
بین ډکټ نه یوازې خپلې لوبډلې ته لوړ هدف وټاکه، بلکې د چیمپینز ټرافۍ د تر ټولو لوړې انفرادي منډې جوړولو ریکارډ یې هم خپل جوړ کړو.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د نیوزیلینډ پخواني لوبغاړي نیتن ایسټل او د زمبابوې اینډي فلاور سره و، چې په 2004 او 2002 کې یې 145-145 منډې جوړې کړې وې.
د 352 منډو هدف ته د رسیدو په هڅه کې د آسټرالیا تیزمزاجه اوپنر ټریوس هیډ یوازې 6 منډې وکړې او د جوفرا آرچر په بال وسوځېدو. ورپسې کپتان سټیو سمیت هم یوازې 5 منډې وکړې.
د دوو چټکو ویکټو له لاسه ورکولو وروسته داسې ښکارېده چې انګلینډ به دا لوبه په اسانه وګټي، خو میتیو شارټ او مارنس لبوشین د 95 منډو ملګرتیا وکړه، لبوشین 47 منډې جوړې کړې او آوټ شو.
میتیو شارټ خپله نیمه سلیزه پوره کړه او د 63 منډو جوړولو وروسته وسوځېد، ورپسې جوش انګلس او الیکس کیري پیاوړې ملګرتیا وکړه.
الیکس کیري خپله نیمه سلیزه پوره کړه او 69 منډې یې جوړې کړې، خو د آسټرالیا د بریا ستر رول جوش انګلس ولوباوه، هغه په 86 بالونو 120 منډې جوړې کړې، چې پکې 6 شپږیزې او 8 څلوریزې شاملې وې.
ګلین میکسویل هم د 15 بالونو په مرسته 32 چټک منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو. د انګلینډ له لوري مارک ووډ، جوفرا آرچر، براییډن کارس، عادل رشید او لیام لیونګسټون یوه یوه ویکټه واخیسته.
تر دې وړاندې، آسټرالیا د پچې یا ټاس ګټلو وروسته د فیلډینګ پریکړه وکړه او د انګلینډ دوه ویکټې یې ژر ترلاسه کړې.
د اننګز پیل کوونکی فل سالټ 10 منډې جوړې کړې او آوټ شو، جیمي سمیت بیا یوازې 15 منډې وکړې.
بین ډکټ او جو روټ د 158 منډو ملګرتیا وکړه، دواړو خپلې نیمه سلیزې بشپړې کړې، خو جو روټ د 68 منډو جوړولو وروسته د اېډم زمپا په بال وسوځېدو.
بین ډکټ نه یوازې د خپل یو ورځنیو لوبو (ون ډی) دریمه سلیزه بشپړه کړه، بلکې 150+ منډې یې هم پوره کړې، هغه د 165 منډو اننګز ولوباوه، چې پکې 3 شپږیزې او 17 څلوریزې شاملې وې.
هاري بروکس 3، کپتان جوس بټلر 23، لیام لیونګسټون 14 او براییډن کارس 8 منډې جوړې کړې، خو جوفرا آرچر په وروستیو شېبو کې په 10 بالونو 21 چټکې منډې جوړې کړې.
د آسټرالیا له لوري بین دوارشویس 3، اېډم زمپا او مارنس لبوشین 2-2، او ګلین میکسویل 1 ویکټه واخیسته.
Forum