لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان پوليو کېسونو وروسته په بلوچستان کې بېړنۍ غونډه شوې


په شمالي وزيرستان کې د پوليو د دوو مثبتو کېسونو وروسته حکومتي چارواکو فېصله کړې چې له قبايلي سيمې سره په پوله د بلوچستان په سيمه کې به ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسن ورکولو دپاره ټرانزټ یا د لارې مرکز جوړولی شي.

په دې اړه په ژوب کې د ډپټي کمشنر، د صحت د محکمې او د نورو اړونده چارواکو یوه ګډه غونډه رابلل شوي وه.

د ژوب مرستيال کمشنر محمد رمضان بلال وي او اې ډيوه ته ويلي، چې په وزيرستان کې د پوليو له دوو پرله پسې مثبت کېسونو وروسته د بلوچستان حکومت او د روغتيا وزارت يو شمېر اقدامات کوي، چې پکې د پوليو ويکسين په اړه يوه نوې سترايژي يا ميکانيزم هم شامل دی.

ښاغلي بلال وویل "په افسوس سره بايد اووايم چې په شمالي وزيرستان کې له يو بل مثبت پوليو کېس سره ږوب د های رسک يا حساسه ضلعو په ليسټ کې شامل شوی."

هغه زیاته کړه "ژوب له افغانستان سره درې سوه شپېته کلوميټره ګډه پوله لري. له افغانستان او وزيرستان سره پر پوله په مستقيمه توګه ټرانزټ پواينټ جوړ شوي، چې د تګ راتګ پرمهال ماشومانو ته څاڅکي ورکړي."

د مرستيال کمشنر په مشرۍ کې غونډه کې د ضلعې د روغتيا چارواکو ترڅنګ د ضلعې افسرانو هم ګډون کړی و.

په غونډه کې شريک يو افسر سلطان محمود لووڼ وايي، چې د ماشومانو روغتيا او راتلونکي ته په پام سره دوی خپل ټول وسايل په کار اچوي چې د پوليو وايرس په بشپړه توګه له منځه يووړل شي.

ښاغلي لووڼ وویل "دلته راغلي د ټولو محکمو مشرانو ته خپلې اړونده سيمې ورکول شوې، چې هلته د پوليو کېمپين لپاره کار وکړي. د پوليو وايرس د ختمولو لپاره موږ له خپلو ټولو وسايلو استفاده کوو. چې يو انسان د ټول عمرلپاره معذوره کېږي، نو د ټولنې د دې بدمرغۍ د مخنيوي لپاره بايد هرڅوک خپله ونډه واخلي او کار وکړي."

د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته څېرمه د ژوب په سيمه کې ياده بېړنۍ غونډه په داسي حال کې رابلل شوې وه چې د اپريل د مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې په شمالي وزيرستان کې دوه کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی. تر دې وړاندې هم په دغه مياشت کې په يو ماشوم د پوليو وايرس وهلی و.


  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG