د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د سکرو یا د کویلي په درنگ کې د زهرجن گیس د جمع کېدو له امله یو تن مړ شوی او بل بې هوشه شوی دی.
ځايي پولیس د واقعې تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې د درنگ چې کوم کارکونکي ژوند دلاسه ورکړی دی د هغه تعلق د افغانستان سره دی.
په تیره یوه هفته کې د بلوچستان د کویلې په درنگونو کې شوو حادثو دلاسه اته کارکونکي مړه شوي دي.
د بلوچستان د کویلي په درنگونو کې وخت په وخت خونړۍ پیښې رامنځته کیږي. ماهرین وايي په درنگونو کې د کارکونکو د تحفظ دپاره په عمومي توگه څه انتظامات نه وي او په درنگونو کې د جدید اوزار او ټیکنالوجۍ پرځای په روایتي طریقه کار کیږي چې په نتیجه کې يي نه یوازې کارکونکي د حادثو سره مخامخ کیږي بلکې د درنگونو نه د معیار سره سمه گټه هم نه ترلاسه کی.ي.
په بلوچستان کې په درنگ کې د ورستۍ مرگونې پیښې او نور تفصیل کوټې څخه د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور په رپورټ کې اوریدی شئ: