لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جو بایډن وایي تر صدارت خپل هېواد او جمهوریت ورته ډېر مهم دي


د امریکې صدر جوبایډن وایي دا په خپل ژوند کې دا یو ویاړ ګڼي چې د امریکې د صدر په توګه یې د خپل هېواد او خلکو خدمت کړی، خو وایي د جمهوریت دفاع تر بل هر څه ورته مهمه ده چې د ده په وینا له خطر سره مخ ده.

بایډن د کورونا وایرس له ناروغۍ تر جوړېدو او د جولای پر 21مه له صدارتي زغله تر وتلو وروسته په لومړي ځل د چارشنبې- شورو په ماښام د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې ولس ته په وینا کې وویل:

"زه د دې دفتر [سپنې ماڼۍ] درناوی کوم، خو له خپل هېواد سهر تر دې زیاته مینه لرم".

صدر بایډن تر ډېره په دې اړه خبرې وکړې چې د خپل صدارت په پاته شپږمیاشتنې موده کې به کوم کارونه کوي او خپل پام به دغو کارونو ته اړوي، خو له صدارتي زغله د وتلو په اړه یې هم وویل:

"ما پرېکړه کړې ده چې د پرمختګ لپاره ښه لاره دا ده چې ذمه وارۍ نوي نسل ته وسپارل شي. دا زموږ د ملت د یووالي لپاره ښه لاره ده".

د صدر بایډن له خبرو داسې ښکارېده لکه هغه چې د امریکا جمهوریت ته څه خطر ویني، هغه وویل د امریکا د صدر په توګه د ده د حکومت ریکارډ، په نړۍ کې یې مشرتوب او د امریکې د راتلونکي په اړه د ده ویژن دې ټولو ته په کتو د دویم ځل صدارت وړ وو، خو وایي "هیڅ هم نه، زموږ د جمهوریت د ژغورلو په لاره کې [بل] هیڅ هم نه شي راتلای".

81 کلن بایډن وویل، "زه به د خواریکښو کورنیو د لګښتونو را کمولو او د خپل اقتصاد پرمختګ ته دوام ورکړم. زه به د خلکو د رایې ورکولو له انتخابه نیولې د انتخابولو تر حق پورې د شخصي ازادۍ او مدني حقونو ملاتړ ته دوام ورکړم".

صدر بایډن په خپله شاوخوا 12 منټه وینا کې د مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ نوم یاد نه کړ، خو په اشارو یې هغه د امریکا لپاره خطر وګاڼه او د خپلې مرستیالې صدرې کاملا هېریس په ملاتړ یې پر امریکایي وګړو ږغ وکړ چې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د خپل تاریخ یو مهم انتخاب وکړي.

بایډن وویل، "د امریکې په اړه مهم خبره دا ده چې باچاهان او آمران حکومت نه کوي، خلک حکومت کوي. تاریخ ستاسې په لاس کې دی. واک ستاسې په لاس کې دی. د امریکې نظریه ستاسې په لاس کې ده".

له انتخابي زغله تر وتلو وروسته مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت لپاره هم د صدر جوبایډن پر وړتیا نیوکې کړې او وایي هغه باید سمدستي استعفی ورکړي.

د بایډن نننۍ وینا ته په سمدستي غبرګون کې ټرمپ پر هغه بیا سختې نیوکې کړې او د هغه وینا یې "ډېره خرابه" ګڼلې ده.

د برتانیې د اینډپنډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې ټرمپ د چارشنبې- شورو په ماښام په شمالي کېرولاینا کې د خپل انتخابي کمپېن غونډه د بایډن تر وینا نیمه ګنټه مخکې ختم کړې وه، خو وایي په بیړه یې پر خپله سوشل مېډیا «ټروت سوشل» باندې پر هغه نیوکه وکړه او ویې لیکل:

"د کړوپ جو بایډن د اوول دفتر وینا په سختۍ د پوهېدو وړ وه او ډېره خرابه وه. جو بایډن او لاین کاملا هېریس د امریکا لپاره لوی شرم دي، داسې وخت کله هم نه وو راغلی".

صدر بایډن وویل، په خپله پاته موده کې به د سپریم کورټ اصلاحات هم کوي، ځکه چې وایي دا د امریکا د جمهوریت لپاره ډېر مهم دي. بایډن وویل، "زه به دا باوري کوم چې امریکایان ځانونه په امن کې وګڼي".

کاملا هېریس چې د صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکرېټ ګوند د ممکنه نوماندې په توګه کمپېن پیل کړی ریپبلکن ډانلډ ټرمپ او د هغه مرستیال ورباندې کلکې نیوکې پیل کړې دي او هغه هم د بایډن غوندې د صدارت وړ نه ګڼي.

خو صدر جوبایډن ولس ته په وینا کې خپله مرستیاله وستایله او هغه یې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د خپل ګوند د نوماندې په توګه تایید کړه، د بایډن په وینا هغه "تجربه کاره" "کلکه" او "پوهه" ښځه ده.

د امریکا صدر له خپلو داخلي مسایلو سره سره پر ځینو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې او ویې ویل، نېټو اتحاد به نور هم قوي کوي، اوکراین به نور تباهۍ ته نه پرېږدي.

بایډن زیاته کړه په خپله پاته موده کې به پر دې به کار کوي چې په غزه کې جګړه ختمه شي، پاته یرغمل کسان را خوشي شي او په منځني ختیځ کې ارامي راشي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG