لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان ضلع کې بم چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل، اووه ژوبل دي


سرچینو ویلي، په جلاله کې دغه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د دغه ځای څخه يو پوليس چارواکی تېرېدو، خو پوليسو په رسمي توګه نه دي ویلي، چې د چاودنې هدف پوليس افسر وو
سرچینو ویلي، په جلاله کې دغه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د دغه ځای څخه يو پوليس چارواکی تېرېدو، خو پوليسو په رسمي توګه نه دي ویلي، چې د چاودنې هدف پوليس افسر وو

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د جمعې په ورځ په بم چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شوو او د دوو پوليسو په ګډون اووه تنه ژوبل شوو. د مردان پوليسو تاييد کړه چې چاودنه د بارودي موادو د لارې شوې ده.

د مردان د شېرګړ پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) خايسته خان وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې چاودنه په جلاله کلي کې په یوه رکشه کې وشوه. هغه وویل بم ناکاره کوونکې عملې پلټنې پيل کړي دي.

نوموړي په پېښه کې د دوو کسانو د وژنې تصدیق وکړو او وې یې ويل په ژوبلو کې دوه پوليس اهلکار هم شامل دي.

د ډيوه خبريال رياض حسېن وايي، سرچینو ورته ویلي، په جلاله کې دغه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د دغه ځای څخه يو پوليس چارواکی تېرېدو، خو پوليسو په رسمي توګه نه دي ویلي، چې د چاودنې هدف پوليس افسر وو.

خو د مردان د رېسکيو ویاند سيد عباس شاه وي او اې ډيوه ته وويل، کارمندانو یې د چاودنې د ځای څخه دوه مړي ترلاسه کړي او اته کسان ژوبل وو، خو په ژوبلو کې روغتون ته د منتقل کولو په وخت يو بل تن ژوند د لاسه ورکړو او د مړو شمېره درېو ته رسېدلې ده.

هغه وويل، په ژوبلو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي، د تخت بايۍ او مردان روغتونونو ته منتقل کړل شوي دي.

په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

مردان کې دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخوانی سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان په چاودنه کې وژل شوي وو.‏

د باجوړ د چاودنې چاودنې زمه واري هم تراوسه پورې چا نه ده منلې، او تحریک طالبان پاکستان ترې د لاتعلقۍ ويلي وو.

مردان او باجوړ کې دا تازه پېښې په داسې وخت کې وشوې، چې په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG