لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا سوداګر وايي، سټېټ بېنک دې د سود شرحه راکمه کړي


د خېبرپښتونخوا سوداګر وايي، په ملک کې د ګرانۍ د کمي وروسته بايد چې د هېواد مرکزي سټېټ بېنک د سود شرحه راکمه کړي، خو اقتصاد پوهان ‏وايي، نه ښکاري چې د سود په شرحه کې زيات کمی راشي، د پوهانو په خبره د سود د زياتې شرحې له امله په ملک کې اقتصاد ته زيات تاوان اوړي او بې ‏روزګاري سېوا کيږي.‏

د اپرېل په ‏‎29‎مه نېټه سټېټ بېنک په ملک کې د سود شرحه په ‏‎22‎‏ فيصده په ځای ساتلې او ويلي يې وو چې راتلونکي مالي کال ‏‎2024/25‎م کې به ګراني ‏پينځه فيصده راکمه شي.‏

د خېبرپښتونخوا د درنګونو او سنګ مرمرو د اتحاديې مشر سجاد خان وايي، د پښتونخوا صنعت د ګاونډيږ هيوادونو سره په نړيوال مارکيټ کې ‏مقابله نه شي کولی ځکه چې د کاروباري بېنکونو لخوا هغوی ته د سود په زياته شرحه قرضې ترلاسه کيږي او د توانايۍ د زياتو بيعو له امله د هغوی په ‏پيداوار خرڅ زيات راځي:

‏"په خېبرپښتونخوا کې د سنګ مرمرو جوړولو يا پراسيسنګ صنعت ‏‎60‎‏ فيصده بند شوی او د دې بنيادي وجه کارخانو ته تاوانونه اوښتل دي، دا تاوان به ‏څنګه راګرځي؟، د دې دپاره کارخانه دارو ته قرضونه پکار دي، نو چې قرض په ‏‎22‎‏ فيصده ورکول کيږي نو کارخانه دار ته خو ‏‎22‎‏ فيصده ګټه هم نشته، په ‏دې کې خو زيات نه زيات پينځه فيصده ګټه کيږي نو دوی چې کوم امدن کوي نو اخره کې به حکومت ته په قرضو کې کارخانه پرېږدي".‏

سوداګر وايي، ځکه دوی د سټېټ بېنک څخه غوښتنه کوي چې د سود شرحه راکمه کړي صنعت کارو ته اسانتياوې برابرې کړي او روزګارونه روان شي.‏

د پاکستان مرکزي بېنک د روانې مياشتې جون په لسمه نېټه د زري پاليسۍ (مانيټري پاليسي) دپاره د کمېټۍ غونډه رابللې او په هغې کې به د راتلونکو ‏دوو مياشتو دپاره د سود شرحه ټاکلی شي.‏

له دې وړاندې د سود شرحه په ‏‎22‎‏ فيصده په ځای ساتل شوې وه.‏

اقتصاد پوهان وايي، امکان لري د راتلونکي مالي کال دپاره قامي بجټ يا بوديجه په ‏‎12‎م جون وړاندې کړل شي خو راتلونکی بجټ به د ماليې يا ټېکسونو ‏په حواله سخت وي حکومت به نوي ټېکسونه ولګوي.‏

‏د اقتصادپوهانو په خبره د نوو ټېکسونو اغېزې په ګرانۍ پرېووځي، خو راتلونکې زري پاليسۍ کې به مرکزي بېنک د احتياط نه کار واخلي.‏

په مردان کې د اقتصادي چارو کارپوه اسسټنټ پروفېسر ضیاالدين وايي، "ښکاري داسې چې سټېټ بېنک د سود شرحه کمول نه غواړي خو دا بيا د ‏هغې په مقدار هم تکيه کوي چې څومره به یې راکموي، خو زما خپل خيال دا دی چې په دې کې به نيم فیصدي کمی راولي ځکه چې د نړيوالې مالياتي ادارې ‏‏(آی اېم اېف) فشار دی او کوم سياسي حالات چې دي د دې نه زياته یې نه شي راکمولی".‏

نوموړي زياته کړه، ډېر خوشبينه کېدل نه دي پکار، ځکه چې پاکستان په خپله قرضې ترلاسه کوي او بل د حکومت پاليسۍ داسې جوړې دي چې په دې کې ‏د سود شرحه راکمه کړل شي.‏

د پاکستان د شمارياتو ادارې (پاکستان بېورو اف سټېټسټکس) وايي، چې د مې په میاشت کې ګراني د ‏‎17‎‏ فيصدو نه ‏‎11.8‎‏ فيصده راکمه شوې ده.‏

د ادارې ترمخه د روان مالي کار په ‏‎11‎‏ مياشتو کې د ګرانۍ شرحه ‏‎24‎فيصده ریکارډ کړل شوې ده.‏

اقتصاد پوهان وايي، د سود زیاته شرحه په ملکي اقتصادي منفي اغېزې پرېباسي او بې روزګاري ورسره سېوا کيږي.‏

د مردان ډګري کالج د اقتصاد د څانګې استاد (اسټنټ پروفېسر) محمد نواز وايي، "د سود شرحه چې زیاته وي منفي اثرات یې زیات وي او دې سره ‏پانګونې ګرانيږي، د دې په پيداوار منفي اغېزې کيږي او د دې له امله بيا خلک د نوو پانګونو څخه ډډه کوي".‏

د پاکستان مرکزي بېنک وايي، د روان مالي کال په ‏‎11‎‏ مياشتو کې د کاروباري بېنکونو څخه د 80 فيصده نه زیاتې قرضې حکومت اخستي کومې چې ‏‎5.6‎‏ ‏ټريلينه روپۍ جوړيږي او د دې ترڅنګ شخصي څانګې هم ‏‎106‎‏ اربه روپۍ قرضونه کړي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG