لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ويلي، شام کې یې د القاعده مهم غړی وژلی


امریکې ویلي، په شام کې یې کره هوايي بريد کړی، د القاعده يو مهم چارواکی يا غړی یې وژلی دی، دغه خبر پرون په 16مه فرورۍ د امریکې مرکزي قومندانۍ يا سېنټکام ورکړی دی.

سېنټکام ويلي، دغه د شام په شمال لويديځه سيمه کې په يوه کره فضايي حمله کې په نخښه شوی دی.

د وژل شوي تن نوم نه دی ويل شوی، خو زياته کړل شوې چې دغه تن د ترهګرې ډلې القاعده د حراس الدين په نوم تنظيم مالي او لوجسټکي چارواکی وو.

امریکې تېره میاشت هم په يو هوايي بريد کې د حراس الدين ډلې د يو مشر صلاح الذبېر د وژلو ويلي وو.


امریکا کې د سايټ په نوم استخباراتي ادارې په وينا، حراس الدین ډله د 2018م په فرورۍ کې جوړه شوې وه.

ويل شوي، دغه ډله چې په جنورۍ کې د القاعده څخه جدا شوې، په رسمي ډول یې د القاعده د بېعت کولو نه وو ويلي.

امریکې په 2019م کې حراس الدین "ترهګره" ډله اعلان کړې وه، او د دې ډلې د يو شمېر غړو په سر یې د معلوماتو ورکولو په سر مالي انعامونه هم اعلان کړي وو.

د تېر کال اګست او ستمبر د میاشتو راهسې په شام کې د دغه ډلې د مشرانو په نخښه کولو دپاره بريدونه ترسره کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG