لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي مشران: زمونږ ځمکه څه د ډیورند دېخوا او څه اخوا ده نو څنګه اغزن تار ومنو؟


د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر کرښه د ازغن تار غځولو او په چمن کې د امنیت په نامه د افغانانو په ځورولو او ربړولو باندې قبایلي مشرانو سخت غبرګون ښودلی.

د چمن قبایلي مشران وايي، د ازغن تار په غځولو سره نه یواځې پښتون قوم ویشل کیږي بلکه له دې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لاپسې خرابيږي.

د چمن یو قبایلي مشر حاجي نظر محمد وي او اې ډیوه ته وویل: "د ازغن تار غځول مونږ ته تاوان دی او ګټه نه لري. مونږ پرې نه یو خوشحاله او نه یو راضي. له دې تار سره زمونږ نیم ملک هلته پاتې کیږي او نیم دلته پاتې کیږي.راځه چې زه خپله ځمکه در و ښایم. نیمه د پولې اخوا او نیمه د پولې دیخوا ده. "

د چمن له باچا کلي څخه یو بل قبایلي مشر حاجي عبدالجلیل ډیوې ته وویل: "دا ازغن تار زمونږ په کورونو او سرایونو باندې تیریږي. دا د ۴۵۰ کالو ابادي ده او دلته د ۴۵۰ کالو راهیسې اوسیږو. زما ۲۰۰ اکړه ځمکه اخوا او ۲۰۰ دیخوا ده. مونږ د پولې دواړو غاړو ته خپلوۍ او ریشتې لرو. سرکار به څنګه دا ازغن تار تیروي او څنګه به دا مسله حلوي."

پر ډیورنډ کرښه د اوسېدونکو پښتنو اندېښنو ته په ځواب کې د ملېشه ځواکونو یو مشر بریګېډیر سهېل د فیبرورۍ په اتمه نېټه ویلي و چې د پولې پر سر او غاړې ته پرتو خلکو ته به د مځکو په بدل کې پیسې یا په چمن ښار کې مځکې ورکړي:

"هغو کلیوالو ته به د خپلو کورونو په بدل کې تاوان یا معاوضه ورکول کېږي، چې د خپلو کورونو قوالې او اسناد لري"

اخوا د بلوچستان په شمالي سیمو کې د ملېشه ځواکونو د یوه کنډک قومندان بریګېډیر ندیم سهېل د چارشنبې- شورو په ورځ یوې قبایلي جرګې ته په وینا کې ویلي، چې په دې صوبه کې به هم ژر پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار پیل شي.

افغان حکومت په وار وار د ډیورنډ په کرښه په یواځې توګه د پاکستان لخوا د ازغن تار غځول غندلي دي او ویلي یې دي چې د پښتنو ترمنځ د لیکو او ازغنو تارونو غځول ډیره بې معنی خبره ده او پښتانه ولسونه به هېڅکله دا و نه مني.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سربرست وزیر عبدالغفور لیوال په دې اړه خبرو کې ویلي وه: "د افغانستان حکومت د کرښې پر سر د هر ډول اقدام جدي څارنه کوي او که په دې برخه کې یوه اړخیزه پرېکړه یا اقدام وشو، د افغانستان به یې پر وړاندې اقدام کوي. "

افغان حکومت د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار له غځولو سره مخالفت څرګندوي او دا کرښه په رسمیت نه پیژني. افغان ولس هم د پاکستان په دې کار سره خفه دی او په پکتیا او پکتیکا کې د سیمې خلکو دغه ازغن تار په احتجاجي توګه په ځینو برخو کې له منځه هم وړي.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار د ۲۰۱۷م کال په جون کې پیل کړی، چې تر اوسه یې له باجوړ، مومند او خیبراېجنسۍ سره پر پوله ۱۵۰ کیلومیټره اغزن تار لګولی دی.

د پاکستان پوځ وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به پر ۹۲ فیصده پوله باندې اغزن تار ولګوي، چې وایي پر دې پلان به یې ۵۵۰ میلیونه ډالره لګښت راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG