لاس رسیدونکی لینک

 
په شام کې د دوو ورځو د نښتو پر مهال له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي
تازه خبر

په شام کې د دوو ورځو د نښتو پر مهال له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي


د شام په لاذقیه صوبه کې د امنیتي ځواکونو او د پخواني صدر بشار الاسد د وفادارو وسله‌والو ترمنځ د دوو ورځو جګړو کې له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د برتانیې د ګارډین ورځپاڼې د رپورټ له مخې په وژل شوؤ کې ۷۴۵ ملکي وګړي هم شامل دي.

ګارډين وایي، د جګړې څارونکې ډلې راپور ورکړی چې دا د ۲۰۱۱ کال را پدیخوا په شام کې تر ټولو خونړۍ نښتې دي.

د شام د بشري حقونو د څار اداره، چې مرکز یې په برتانیه کې دی، وايي چې له وژل شویو ۷۴۵ ملکي وګړو زیاتره په تېزندۍ یا اعدام‌ډول وژل شوي چې په هغې ۱۲۵ د شام امنیتي ځواکونه او ۱۴۸ د اسد وفاداران دي.

جګړو کې د اوښتې مرګ‌ ژوبلې شمېر له بېلابېلو سرچینو متضاد ښودل شوی، او ځینې اټکلونه دا شمېر لا هم زیات ښيي.

جګړه د زیارت- پنجشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې د پخواني اسد رژیم وفادارو وسله‌والو د لاذقیه صوبې په جبله سیمه کې په امنیتي ځواکونو برید وکړو.

دا پراخه او همغږی برید د شام مذهبپاله واکمنو ته تر دې دمه تر ټولو ستر چېلنج بلل کېږي.

دا برید درې میاشتې وروسته له هغې وشو، چې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ مخالفینو د شام پخوانی صدر بشار الاسد له واکه راوپرځاوه.

د یاغیانو د ځپلو لپاره د شام حکومت زرګونه جنګیالي د هېواد له بېلابېلو سیمو د ساحلي سیمو لور ته واستول. که څه هم دا جنګیالي د نوم په لحاظ د نوي حکومت تر چتر لاندې دي، خو لا هم ځینې بې‌نظمه ملیشې فعالې دي، چې پخوا د بشري حقونو په سرغړونو تورنې شوې دي.

د حکومت دعوې او نړیوال غبرګون

د شام حکومت دعوه کړې چې "انفرادي عملونه" د ملکي وګړو د وژنې لامل شوي او ویلي یې دي چې د جنګیالیو پراخ جریان د بشري حقونو سرغړونې رامنځته کړي دي.

د شام ولسمشر احمد الشرع د جمعې په ورځ په وینا کې وویل، "هر هغه څوک چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، له سختې سزا سره به مخ شي."

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې لسګونه ملکي کسان په عام ډول وژل شوي، په المقتریه سیمه کې، چېرې چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، شاوخوا ۴۰ کسان په یوه وخت کې وژل شوي دي.

ځینې ویډیوګانې ښيي چې وسله‌والو سرتېرو ته ورته یونیفورمونه اغوستي، خلک له نږدې وژني، بندیان وهي او ځینې یې سپي غوندې غاپلو ته اړ باسي.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې دا ویډیوګانې یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.

د شام ساحلي سیمې د اسلامي علوي لږکیو مېشت‌ځایونه دي، چې پکې پخوانی ولسمشر اسد هم شامل و، خو زیاتره علویان د اسد له رژیم سره تړاو نه لري.

د شام نوو واکمنو علویانو ته ډاډ ورکړی و، چې دوی به د دوی خوندیتوب یقیني کړي او هیڅ انتقامي بریدونه به نه کېږي. خو د حکومت د امنیتي ځواکونو له لوري د دې مذهبي لږکیو د سلګونو کسانو وژنې د هغوی ترمنځ د سختې وېرې فضا رامنځته کړې ده.

نړیوال غبرګون او د عدالت غوښتنه

د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازي، ګیېر پیډرسن، د جمعې په ورځ له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

فرانس هم دا تاوتریخوالی وغانده او ویې ویل چې "د خلکو د عقیدې پر اساس" ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت له شام وغوښتل چې باید "خپلواکې څېړنې" وشي او عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG