لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا پېښې بيا په زياتېدو شوي دي


په پاکستان د صحت قامي اداره وايي په ټول هیواد کې د کرونا اومیکرون کېسونو شرح 2.85% زیاته شوې او تر ټولو زیات کېسونه د سيند صوبې په کراچۍ ښار کې مخې ته راغلي چرته چې د مثبت کېسونو شرح 22فيصده ته رسېدلې ده.

پاکستاني مطبوعات د صحت د قامي ادارې په حواله وايي، د کراچۍ ښار وروسته د کرونا د مثبت پېښو شرح د خيبر پښتونخوا په دویم لوی ښار مردان کې 8.77% ته رسېدلې ده.

خو د مردان د صحت د محکمې ضلعي مشر ډاکټر کچکول خان وي او اې ډیوه ته وایي د کرونا ناروغانو شمېر زیات شوی خو کومو خلقو چی ویکسین لګولي په هغوی د دې اثرات کم دي.

هغه وويل په مردان کې د مثبت کېسونو شرح د 1% نه هم کمه ده.

هغه وويل، په ښار کې د ویکسینو لګولو مرکزونه فعاله دی او ويړيا ویکسین لګول کيږي د دې نه علاوه ګرځنده ټیمونه هم خپل کار کوي او چا چې دویم خوراکه نه وي اخستي يا ويکسين يې نه وي لګولي هغوی ته ویکسین لګوي او د ضرورت مطابق بوسټر ډوز یا ویکسین هم خلقو ته لګول کيږي.

د صحت قامي ادارې نن د جون په 27 نیټه ويلي په تېر شواروز کې په ټول ملک کې 13412 مجموعي معاينې شوي چی پکې 382 مثبت پېښې رپورټ شوي دي. او په ملک کې د مثبت کېسونو شرح 2.85% ریکارډ شوې ده.

د ادارې په وینا دوه کسانو ژوند د لاسه ورکړی او په ټول ملک کې د 87 ناروغانو حالت مرګونی دی.

په مردان ښار کې ډاکټر عبدالوهاب وي او اې ډیوه ته ويلي، خلکو د کرونا ناروغۍ نه د بچ کېدو احتیاطی تدابیر پرېښودي دي او بیا زیات خلک د بوسټر خوراک اخستو څخه هم ډډه کوي دوی وایي په فوري توګه بوسټر ویکسینو لګولو ته اړتیا ده.

هغه وويل، په انساني بدن کې کله ویکسین د دې ناروغۍ مقابله وکړي نو قوت مدافعت پیدا کيږې که د چا یوه میاشت شوي وي او که د چا درې میاشتې خو بوسټر ډوز لګول پکار دي یو ځل بیا حالات خراب دي او لوی اختر وروسته د حالاتو خرابېدو اندېښنه بيا موجوده ده.

د صحت قامي اداره وايي په ملک کې د کرونا اومیکرون نه د سيند صوبه زیاته متاثره ده چی پکې مجموعي د مثبت کېسونو شرح 6.17%، پنجاب کې 1.71%، خېبر پښتونخوا 1.15%، کراچی ښار 22.65 فيصده، پېښور 3%، مردان 2.31%،ایبټ اباد 4.17او نوښار کې د مثبت کېسونو شرح 5% ده.

ويل شوي يو ځل بيا ماسک اچول لازمي ګرځول شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 30390 کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG