د یورپي هېواد آسټریا یا اتریش پولیس وایي د شنبې- خالي په ورځ د ویلاچ ښار په مرکز کې د شام یو 23 کلن پناه غوښتونکي څو لارویان په چاقو وهلي، چې یو 14 کلن هلک یې وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د جنوبي ایالت کارنتیا د پولیسو ویاند رینر ډیونیسیو وویل، مشکوک بریدګر نیول شوی دی خو نور تفصیل یې ور نه کړ چې ایا بریدګر دغه کسان پېژندل چې برید یې ورباندې کړی که نه. هغه زیاته کړه، ټپیان د 14 او 32 کلونو ترمنځ عمرونه لري.
ډیونیسیو وویل د چاقو له برید وروسته دوه ټپیان په روغتون کې په سنګین حالت کې دي خو د وژل شوي او ټپیانو په اړه یې نه دي ویلي چې هغوی د آسټریا ځایي اوسېدونکي او که له کوم بل هېواده ورغلي دي.
پیښه په سیمه ییز وخت د ماسپښین په ۴ بجو شوې. عیني شاهدان وایي د شام دې اوسېدونکي په ناڅاپي توګه په خلکو بریدونه پیل کړل او وروسته تر هغه پولیسو ونیو چې یو ملکي وګړي هغه په موټر وواهه او برسیرن ټپي شو.
ډیونیسیو وویل، یو تن چې د آسټریا رسنیو د شام د خوړو رسولو یا ډیلیوري موټر چلوونکی بللی وو، بریدګر یې په خپل موټر وهلی او ډېرو خلکو ته د زیان رسېدو مخه یې نیولې ده.
پولیسو تر دې دمه نور معلومات نه دي ورکړي چې د برید سبب څه وو.
ویلاچ ښار د خپلې کالنۍ مېلې له کبله په نړیواله کچه پیژندل کیږي او په هغه سیمه کې دی چې په دوبي کې د ګرځندویانو لپاره مشهور دی ځکه چې دا د آسټریا په ډېرو مشهورو جهيلونو یا ډنډونو کې دی.
د پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې بریدکوونکي په آسټریا کې تر دې پیښې وړاندې هیڅ د جرم سابقه نه درلوده او په دې هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد یې هم درلودل.
په آسټریا کې له دې پیښې یواځې دوې دورځې وړاندې د جرمني په میونخ ښار کې هم یو 24 کلن افغان ګڼ شمېر خلک په موټر ووهل او 37 تنه یې ټپي کړل.
پولیسو ویلي چې په همدې پیښې کې یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې ټپي شوې مور د شنبې- خالي په ورځ د سختو ټپونو له کبله مړې شوې دي.
د جرمني امنیتي چارواکو د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې په میونخ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې د موټر د وروستلو په تور نیول شوي افغان ښايي د اسلامي سختدریځۍ د انګیزې له مخې دا کار کړی وي.
د جرمني په رسنیو کې د پېښې په تور د نیول شوي افغان پناه غوښتونکي نوم "فرهاد نوري" ښودل شوی دی. پر هغه تور دی چې په قصدي توګه یې د کارګرو د اتحاد د یو لاریون په ترڅ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې موټر وروستی دی.
په آسټریا کې دا ډول بریدونه ډېر کم دي. په 2020م کال کې په ویانا کې یوه جهادي کس په ډزو څلور کسان ووژل چې دا په لسیزو کې د دې هیواد ترټولو وژونکی برید وو.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum