لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په جبر دلادرکه کسانو دموندنې غوښتنو بیا زور نیولی


د لادرکه کسانو د حقونو دتنظيم ډيفنس اف هیومن رايټس مشره عایشه مسعود وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "ایتلافي حکومت یو کمزوری حکومت دی چې خپله دا مني چې دغه رقم معاملې نه شي هوارولی خو یوازې تسلي ورکولی شي، نو په داسې حال کې د لادرکه کساو کورنۍ به د چا څخه مرسته غواړي"
د لادرکه کسانو د حقونو دتنظيم ډيفنس اف هیومن رايټس مشره عایشه مسعود وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "ایتلافي حکومت یو کمزوری حکومت دی چې خپله دا مني چې دغه رقم معاملې نه شي هوارولی خو یوازې تسلي ورکولی شي، نو په داسې حال کې د لادرکه کساو کورنۍ به د چا څخه مرسته غواړي"

په پاکستان کې دبشرې حقونو کارمندانو یوځل بیا د حکومت څخه په زور د لادرکه کسانو د موندلو د پاره دعملې ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده-

دغه غوښتنې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله تیره ورځ په کراچې کې د اتحادې ډلې متحده قومي مومنټ د مشرانو سره د لیدنې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل دا د رياست دپاره د شرم خبره ده چې خلک عدالتونو ته د وړاندې کولو په ځای بې درکه کړی شي او بيا د هغه مړی ترلاسه شي.

دکورنیو چارو وزیر وایي د حکومتونو په دې لړ کې عملداري تر څومره حده پورې ده په دې ټول خبر دي-

د لادرکه کسانو د حقونو دتنظيم ډيفنس اف هیومن رايټس مشره عایشه مسعود وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "ایتلافي حکومت یو کمزوری حکومت دی چې خپله دا مني چې دغه رقم معاملې نه شي هوارولی خو یوازې تسلي ورکولی شي، نو په داسې حال کې د لادرکه کساو کورنۍ به د چا څخه مرسته غواړي"

هغه زیاتوي ،که دوئ چرې په دغه معامله کې څه لاس نه لري او حکومت ګڼي چې څه ریاستي ادارې پکې ککړې دې نو وزیراعظم چې کله عدالت ته غوښتل شوی و باید هغه خلک یا ادارې یې په ګوته کړې وې چې د خلکو بې درکه کولو کې ککړې دي ولې چې د خلکو تحفظ د حکومت ذمه وارې ده-

تیره ورځ د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ په غونډه کې د متحده قومي موومنټ غړې کشور زهرا هم دغه معامله راپورته کړې وه او دعوه یې کړې وه چې کراچۍ کې د ایم کیو ایم په مجموعي توګه د ۱۰۵ سیاسي کارکنانو مړي موندل شوي دي-

د رانا ثناالله د بيان په ټولنیزو رسنیو هم عکس العمل مخې ته راغلی دی-

سمي دين بلوڅ خپل ټویټ کې د نوموړي مننه کړې چې د بې درکه خلکو د مسلې هواری غواړي خو ورسره يې ویلي "ستاسو په دې باور چې بې درکه خلک به معلوم کړی شي د کوټې پرلت ختم کړی شوی و خو ورسره درته دا خبره هم در يادول غواړو چې دا وخت تاسو وزير داخله یئ او حکومت ستاسو دی او ریاست حکومت چلوي"

یو بل فعال نعمت الله وایي د کورنیو چارو د وزیر دغه بیان د لادرکه کسانو پر معامله د دوئ بې وسي څرکندوي-

اسلام اباد هایي کورټ‌ د روانې میاشتې په ۹مه په زور د بی درکه کسانو پر معامله د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف عدالت ته وربللی و-

وزیر اعظم عدالت ته باور ورکړی و چې د لادرکه کسانو د موندلو د پاره څه کولی شي هغه به کوي-

عدالت حکومت ته د دغه معاملې د هواري د پاره د دوؤ میاشتو وخت ورکړی او د نومبر په ۱۴مه نیټه یې رپورټ غوښتی دی-

حکومت په دې اړه د وفاقې وزیرانو یوه کمیټي هم جوړه کړې البته د لادرکه کسانو د حقونو کارمند عالم زیب محسود ډيوه ته وایي "دغه رنګه ګامونه دوي واخلې خو دا هر څه حتمي انجام ته نه رسوي- ولې چې په دغه معامله کې ډیر نور شیان هم لاس لري-خو دغه مسله ورځ په ورځ زیاتیږي او کمیږي نه"

پاکستان کې په زوره د بې درکه کړل شوو تنانو لپاره جوړ شوي کمېشن روانه مياشت په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال د اګست په میاشت کې د خلکو د لادرکه کېدو 95 نوې پېښې درج شوي چې ورسره د کال 2022 په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د لادرکه شوو کسانو ټوله شمېره 488 ته رسېدلې ده-

د لادرکه تنانو د کمېشن تر مخه په مجموعې توګه 8 زره، 732 د لادرکۍ قضيې درج شوي چي په کې په 6 زرو، 388 کېسونو کار مکمل شوی دی او 2221 کسان تر اوسه نه دي موندل شوي او په قضيو یې کار روان دی-

بل پلو ته د لادرکه کسانو د حقونو کار مندان دا شمیرې په زرګونو ښايي-

په پاکستان کې ملت پاله ګوندونه او د بشري حقونو فعالين د خلکو په زوره د بې درکه کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې دغه کسان وسله والو ډلو کې شامل شوي وي او یا بل هېواد ته تښتېدلي وي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG