لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېرہ اسماعیل خان: چادونه کې دوہ پاکستاني عسکر وژل شوي


د خېبر پختونخوا جنوبي ضلعې ډېرہ اسماعیل خان په کلاچي تحصیل دا منیتي ځواکونو په ګاډي چاودنه کې دوہ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د امنیتي سرچینو ترمخه، د ډېرہ اسماعیل خان د کلاچي تحصیل بایي پاس روډ باندې لوني پل سرہ نزدې د امنیتي ځواکونو په ګاډو د سړ‎ک غاړ‎ې اېښودل شوي بم چاودنه شوې، دوہ ګاډي پکې په نخښه شوي دي.

سرچینو چاودنه کې د دوو عسکرو شېزمان او حسیب وژنه تایید کړ‎ې او څو نورو عسکرو ژوبلېدو ویل شوي دي.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې دہ.

د پاکستان پوځ په رسمي توګه د چاودنې په اړ‎ہ څه نه دي ویلي.

ویل شوي چاودنه کې دوہ ګاډي تباہ شوي، امنیتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او ژوبل عسکر روغتون ته منتقل کړ‎ل شوي دي.

ویل شوي د ہېښې وروسته امنیتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

دوه ورځې وړاندې شمالي وزيرستان کې د وسله والو سره نښته کې د پاکستان د پوځ د يو افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "پوځ نن سبا د فساديانو سره جنګيږي، د فتنه الخوارج سره، دوی ګڼي چې جهاد کوي، خو دوی خارجي دي، د دين څخه وتلي، ځکه دوی د اسلام غلط تشريح کړی او هغه په اسلام کې جايز نه دی".

د پاکستان پوځ پرون په 16مه فرورۍ يوه ويډيو خپره کړې، چې پکې د پوځ مشر زده کوونکو ته وينا کوي.

جنرل عاصم منير ویلي، "پوځ د فتنه الخوارج جنګيږي". د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د پوځ مشر ویلي، دوی "دې د رياست په وړاندې تسليم شي، دوی بیا د رياست څخه د رحم تمه لرلی شي".

د نوموړي په خبره، څو پورې چې قام او ځوانان د پوځ په شا ولاړ وي او پوځ د قربانۍ جذبه لري، پوځ نه شي غورځېدې، پوځيان د ملګرو په څېر جنګيږي.

د پاکستان د پوځ مشر دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په ځانګړي ډول د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG